نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دریو ورځو کې د (۶) ستراتیژکو ولایتونو تصفیه کول له اسلامي امارت سره د ولسي حمایت تر ټولو ښه بیلګه ګڼل کیږي. په نیمروز، جوزجان، تخار، قندوز او سرپل ولایتونو کې اسلامي امارت ته د رژیم د بي شمیره نظامي ځواکونو تسليميدل د دې ښکارندوینه کوي چې هغوی نور په خپلو چارواکو باور له […]
په دریو ورځو کې د (۶) ستراتیژکو ولایتونو تصفیه کول له اسلامي امارت سره د ولسي حمایت تر ټولو ښه بیلګه ګڼل کیږي. په نیمروز، جوزجان، تخار، قندوز او سرپل ولایتونو کې اسلامي امارت ته د رژیم د بي شمیره نظامي ځواکونو تسليميدل د دې ښکارندوینه کوي چې هغوی نور په خپلو چارواکو باور له لاسه ورکړی دى. هغوی په دې متیقین دي چې اشرف غني هم ولسي حمايت له لاسه ورکړی او هم نړیوال ؛ ځکه نو لیدل کیږي چې په ډلو، ډلو خپلې لیکې بدلوي او د امارت ترڅنګ دریږي. خو اشرف غني لا هم غواړي د خپلې فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره د ولسي پاڅونونو په نوم د اجرتي قاتلانو ډلې جوړې او د افغان ولس خلاف یې وجنګوي. اشرف غني وروسته ترهغه په دي اقدام لاس پوري کوی چې دفاعي او امنیتي رسمي تشكيلات يې د مجاهدینو په مقابله کې ناکامه او ډیرو یې له هیڅ ډول مقابلې پرته د ولایتونو مرکزونه اسلامي امارت ته پریښودل. خو دا چې د ملي اردو په نوم مجهز رسمي روزل شوي ځواکونه د مجاهدینو د مقابلې توان نه لري نو د پاڅونونو په نوم څوتنه معتاد او غیر مسؤل جګړه ماران به څرنګه وکولای شي د مورال لرونکو بریالیو مجاهدینو مخه ډب کړي؟! د سره صلیب کمیټې د خبر له مخې چې د هغوي صحي مراکزو په تیرو لسو ورځو کې تر څلور زره زیات زخمیان په کندهار، کندوز او هلمند ولایتونو کې معالجه کړي دي. له شکه پرته چې دا زخمیان ټول د هغو بمباریو له امله شوي کومې چې د کابل رژیم د هوايي ځواکونو لخوا د یادو ښارونو په ګڼ میشتو سیمو تر سره شوې. په ګڼ میشتو سیمو د کابل رژیم د بمباریو له امله د (۴۰۰۰) زخمیانو ترڅنګ په سلګونو نور کسان وژل شوي او درانه مالي تاوانونه هم ور اوښتي دي. خو اشرف غني چې لاهم غواړي د ولسي پاڅونونو په نوم اجرتي ملیشې جوړې کړي موخه یې د جګړې غزول او تردي هم د لازياتو تلفاتو ور اړول دي. مګر اشرف غني باید پوه شي چې ملت يې نور په هیڅ صورت د فاسدې واکمنۍ د بقاء حوصله نه لري او پریکړه یې کړې چې ځان په کلي ډول د دوئ له شره خلاص کړي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.