د علماؤ مکلفیت د نبوي لارښوونو خپرول دي !

د ورځې خبره په دې کې شک نشته چې په ټول اسلامي امت او خصوصاً افغان مسلمان ولس کې دیني علماء خورا لوړ مقام او د ولسي پرګنو په منځ کې ژور نفوذ لري. تر دې چې د همدې دیني لارښوونکو په وینا عام وګړي هرډول خدمت او قربانۍ ته چمتو او آن د سرښیندنې […]

د ورځې خبره

په دې کې شک نشته چې په ټول اسلامي امت او خصوصاً افغان مسلمان ولس کې دیني علماء خورا لوړ مقام او د ولسي پرګنو په منځ کې ژور نفوذ لري. تر دې چې د همدې دیني لارښوونکو په وینا عام وګړي هرډول خدمت او قربانۍ ته چمتو او آن د سرښیندنې تر ډګره ځان رسوي، چې دا واقعیتونه په افغان تاریخ کې ثبت او ډېرې څرګندې بېلګې لري. له بلې خوا زموږ دیني نصوص هم پردې شاهد دي چې علماء د انبیاؤ وارثان او د الهي سوچه دین د بشپړ تبلیغ اوپه دې لار کې د پوره اخلاص او جدي مبارزې ډېر دروند مسؤلیت پرغاړه لري. مطلب دا چې د دوی ذمه واري د الله تعالی بندګانوته د هغه پیغام رسول دي. کوم چې رسولانویې په نشر و اشاعت کې زښته ډېر کړاوونه ګاللي او دا وخت یې خپرول بیا د همدغو علماو پرغاړه دي. په دې معنی چې د نبوت او رسالت لړۍ تر ختمېدو وروسته دغه دروند بار د دیني علماو پر اوږو ور اچول شوی اوهمدوی مکلف دي چې د الهي شریعت د خپراوي لپاره به فقط پرهغه تګلاره وړاندې درومي چې انبیاؤ ټاکلې وه. یعنی په کامل حکمت اوبصیرت سره غافل زړونه د خپل خالق او مالک لورته بلل ، په ډېره خواخوږۍ یې وحشت او نفرت له  منځه وړل او خپل څښتن سره پخلا کول. البته پردغه تګلاره د چلېدو لپاره بیا حتمي ده چې پراصولو، اساساتو او مهمو عقیدوي مضامینو ډېر ترکیز وشي لکه توحید، اتباع، سنت او آخرت . ددې پایله به داشي چې دعوامو عقاید او باورونه به له شرکیانو، بدعاتو او خرافاتو پاک، د سنتو د اتباع حس پیاوړی او پرآخرت د پاخه یقین لامله به يې د مادیاتو او هوسپالنې شوقونه کمزوري او مړه شي. دغه راز که د دعوت په لارکې همدغه نبوي منهج پام کې ونیول شي د للهیت احساس پیاوړی وي، بیانو د علماو او رهبرانو ترمنځ د شهرت غوښتنې تلوسه هم له منځه ځي، د انانیت او لویي فکر هم څوک نه کوي اوله نورو سره حسد کولو نه هم ډډه کول اسانه کېږي. لنډه دا چې کله یو دیني عالم کې رښتینی خاصیت موجود او د خپل دین او شریعت له روح سره آشنا وي ، بیانو ښکاره ده چې دخپل ځاني شهرت ترلاسه کولو په موخه به نه شاذ و نادر روایات بیانوي، نه به پرې ټینګار کوي اونه به له نورو

 اشخاصو سره بحث او مجادلې ته وړاندې کېږي .بلکې هڅه به کوي چې تل فرایض او فضایل بیان او له مهلکاتو او نواهیو ایسارول وکړي. لنډه دا چې د ځینو علماو له خوا پر څو محدودو اوشاذو اقوالو اصرارکول او پر اختلافي موضوعاتو بحثونه کول آخر پای د هغوی د مخصلینو، شاګردانو او مریدانو ترمنځ کینې او حسدونه را پاوري او بیا پرعوامو هم اغېز کوي چې په نتیجه کې د یوې اسلامي ټولنې ترمنځ د اختلاف او جنګ جګړو لامل ګرځي. دا بیا هغه فساد او فتنه ده چې بنسټګر به یې خپله دیني علماء خو ګټه به يې د اسلام دښمنانوته رسېږي. همدا وجه ده چې د اسلامي امارت مشران ددغسې بحثونو پر بندیزجدي ټینګار کوي او دا د امارت یوه لویه کارنامه هم ده