د جوړجاړي د طرحو معیار باید څه وي؟

د ورځي خبره: په دې ورځو کې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د بیلابیلو طرحو د جوړولو او پیشنهادولو موضوع ګرمه ده. دا چې د دوحې د تړون سره سم د خارجي عسکرو د وتلو نیټه رانږدې شوې او ورسره د یوه بین الافغاني حل لپاره هم د هر وخت په نسبت ښه […]

د ورځي خبره:

په دې ورځو کې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د بیلابیلو طرحو د جوړولو او پیشنهادولو موضوع ګرمه ده. دا چې د دوحې د تړون سره سم د خارجي عسکرو د وتلو نیټه رانږدې شوې او ورسره د یوه بین الافغاني حل لپاره هم د هر وخت په نسبت ښه وخت رارسیدلی دی، نو د نظر خاوندان هڅه کوي تر څو د راتلونکي جوړ جاړي لپاره خپل نظریات وړاندې کړي.
دا ښه خبره ده چې بیلابیل نهادونه او شخصیتونه د افغانستان د موضوع په حل کې دلچسپي لري او په دې اړه خپلې طرحې او نظریات څرګندوي. اما یو ټکی چې ډیر مهم دی هغه دا دی چې دغه طرحې باید د افغانستان او افغان ولس دیني، تاریخي، فرهنګي او اجتماعي واقعیتونو ته په پام سره تدوین کړای شي.
تر دې پخوا په افغانستان کې بیلابیلې ستراتيژۍ او سیاسي یا پوځې طرحې ځکه ناکامې شوې دي چې زموږ د ولس له ځانګړنو سره یې سمون نه درلود. د شرق او غرب د بیلابیلو استعمارګرو او زبرځواکونو لخوا داسې نسخې زموږ د هیواد د برخلیک لپاره تیاریدلې چې د پردیو ارزښتونو او اجنبي معیارونو په اساس تهیه شوې وې. له همدې امله دغه طرحې او ستراتیژۍ که څه هم د کاغذ پر مخ به ډیرې جالبې وې او مطبوعاتي انعکاس به یې هم زړه وړونکی و، مګر په تطبیقي او عملي پړاو کې به ځکه ناکامې او خنثی ثابته شوې چې زموږ د هیواد له عیني واقعیتونو سره به یې اړخ نه لګاوه.
هغه اساسي ټکي چې باید د افغانستان لپاره په هره ستراتیژۍ او طرحه کې رعایت شي دا دي چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی، د نفوس تقریبا سل فیصده خلک یې مسلمانان دي. اسلام ته یوازې عقیدوي نه بلکې عملي او رښتینې ژمنتیا لري. د اسلام لپاره یې خورا ډیرې قربانۍ ورکړې دي. د تیرو څلورو لسیزو په جریان کې یې په میلیونونو وګړي د اسلام او استقلال لپاره قرباني کړي دي. د راتلونکي افغانستان لپاره چې کوم طرحه وړاندې کیږي باید د افغان ولس مقدس دیني ارمانونه او د څلورو لسیزو د قربانیو ثمره خوندي کړي. له دې پرته دا ولس په بل هیڅ هم قناعت نه لري.
افغان ولس بشپړه خپلواکي، ارضي تمامیت او د خپلواک حاکمیت اعاده غواړي. راتلونکی نظام باید له سیاست، اقتصاد، فرهنګ او معارف څخه نیولې بیا تر نشراتو او ټولنیزو فعالیتونو باید زموږ د ولس له دیني ارزښتونو سره موافق وي. زموږ ولس یوازې د پوځي اشغال خاتمه نه غواړي، بلکې د سیاسي، فرهنګي او فکري اشغال خاتمه هم غواړي.
په دې اساس دا د افغانستان د سیاسي قشر په غاړه یو لوی امانت او مسؤلیت دی چې مسائل په داسې ډول حل کړي چې د افغان ولس له هیلو او باورونو سره اړخ ولګوي. که خدای مکړه بیا هم د اجنبي طرحو او ستراتیژیو په تحمیل سره پخوانۍ تجربې تکرار شي نو دنیوي او اخروي مسؤلیت به یې خورا دروند وي.