د بلخ په (چهاربولک) کې غلیم وځپل شو

له تیرو پنځو ورځو راهیسې د بلخ ولایت د (چهاربولک) ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کابل ګوډاګۍ ادارې او بادارانو یې په لویه پیمانه خپل قوت استعمال کړ ترڅو په یاده ولسوالۍ کې د مجاهدینو پاخه او پیاوړي سنګرونه ونیسي، خو د متعال رب (جل جلاله) په خاص نصرت او لورېینې غلیم په هره برخه کې […]

له تیرو پنځو ورځو راهیسې د بلخ ولایت د (چهاربولک) ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کابل ګوډاګۍ ادارې او بادارانو یې په لویه پیمانه خپل قوت استعمال کړ ترڅو په یاده ولسوالۍ کې د مجاهدینو پاخه او پیاوړي سنګرونه ونیسي، خو د متعال رب (جل جلاله) په خاص نصرت او لورېینې غلیم په هره برخه کې له شکست او رسوايۍ سره مخ او کلک وځپل شو.

د راپورونو له مخې پنځه ورځې وړاندې ګوډاګۍ ادارې د بلخ په جنوب کې د پرتې ولسوالۍ (چهاربولک) په (چهار سرکه، ثوریان او اختپه) سیمو کې په داسې حال کې چې امریکايي بم غورځونکو چورلکو او ډرون هم ورسره ملتیا کوله، یو لړ پراخ عملیات په لار واچول، د غلیم هڅه او پلان دا و چې د اسلامي امارت د کلنیو پسرلنیو عملیاتو له اعلان او شروع وړاندې د چهار بولک ولسوالۍ په یادو سیمو کې د مجاهدینو مستحکم او پیاوړي مرکزونه او سنګرونه تصفیه او په خپل تصرف پکې راولي.

خو د متعال رب (جل جلاله) په خاص مرحمت او د هغو سیمو د مؤمنو پرګنو په بې دریغه ملاتړ مجاهدینو نه دا چې د پنځو ورځو په اوږدو کې یې د دښمن بیلابیل بریدونه او تعرضونه په پوره میړانه دفع او شنډ وګرځول او له خپلو سنګرونو څخه یې کلکه دفاع وکړه، په هغو سربیره یې د مکار دښمن ګڼې شوبلې او جنګي وسائط هم تخریب او له منځه یوړل او هم یې په درځنونو اجیرو عسکرو او شریرو اربکیانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې په وژل شویو کې یې درې تنه مشهور قومندانان  د ظابط خنجر، الماس او سرور په نومونو هم شامل وو.

د تیر ژمي په اوږدو کې امریکایانو او ګوډاګي رژیم د ټول هیواد په سطحه په بیلابیلو نومونو په اصطلاح تصفیوي عملیات  پیل او ترسره کړل او اټکل یې و چې د مجاهدینو د پسرلنیو عملیاتو څخه وړاندې د ځان په وړاندې ممکنه ګواښونه او خطرونه کم او لږ کړي، ولې مجاهدینو د غلیم د دغو ټولو شیطاني پلانونو او حربو په وړاندې نه دا چې کلک مقاومت وکړ او د الله پاک په نصرت یې یوه لویشت ځمکه هم له لاسه ونه وتله، بلکې نورې پراخې سیمې یې له حلقه بګوش دښمن څخه ونیولې او د یوې احصائيې له مخې یې د ژمي په اوږدو کې د امریکايي عسکرو په تلفاتو او زیانونو علاوه د امریکایانو د خاصې روزل شوې قطعې (سپیشل فورس) ۱۲۰۰ تنه پوځیان او د اجیرې اردو او اربکیانو۳۰۰۰ تنو عسکرو او ملیشو ته مرګ ژوبله اوښتې او د تجهیزاتو، وسائطو او وسلو د تخریب له اړخه یې سوونه میلونه ډالر زیان وکوت.

هیله لرو چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د نويو پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې، چې ډیر ژر به اعلان کړل شي، په اوږدو کې به یې د ټرامپ ستراتیژي له خپل ټول غرور او تکبر سره په افغانستان کې دفن کیږي، لښکرې به یې تیښتې ته اړکیږي او د کابل پرسوده رژیم به ارو مرو نیست او نابود ګرځي. ان شاالله تعالی.