د بشري حقونو مدعیان دروغجن او ټګماران دي!

د ورځې خبره وايي چې دا دی اوس بیا په نړیواله کچه د بشري حقونو د نارو سورو ورځ ده- مطلب دا چې په حقیقت کې خو د نړۍ په لرو بر کې د بشري حقونو دعوې ګرد سره دروغ او منافقت دی، خو دا وخت عرف او ستور دادی چې که هر چا په […]

د ورځې خبره

وايي چې دا دی اوس بیا په نړیواله کچه د بشري حقونو د نارو سورو ورځ ده- مطلب دا چې په حقیقت کې خو د نړۍ په لرو بر کې د بشري حقونو دعوې ګرد سره دروغ او منافقت دی، خو دا وخت عرف او ستور دادی چې که هر چا په اعلامیو او د کاغذ پاڼو کې دغه دعوا ډېره تکراروله نو هماغه د بشري حقونو پالونکی بلل کېږي. واقعیت هم دادی چې د بشري حقونو د پالنې دعوا خو رښتیا هم څو کاله وچلېدله او په تېره بیا اسلامي نړۍ کې خویې ترڅو لسیزو پورې زیاتره عوام هم وغولول- ځکه په یاده موده کې د بشري حقونو اصلي مدعیان یعنې لویدیځوال لاهم له مسلمانانو سره ډېر نه وو لاس وګرېوان شوي، بلکې شورویان وو چې پرمنځنۍ اسیا او افغانستان یې یرغلونه کول. او هغوی خو نه د بشري حقونو څه ډېرې نارې وهلې او نه یې تبلیغاتي ماشین د غرب په کچه پیاوړی و. خو بیا پر افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه، فلسطین او داسې نورو سیمو د امریکې او ناټو تر یرغلونو وروسته ګردې اسلامي نړۍ ته د غرب اصلي څېره او د دوی له خوا د بشري حقونو، فردي آزادیو، جمهوریت او ښځو د حقونو رښتینی واقعیت هم د لمر په شان څرګند او هر فرد په دې وپوهېد چې د بشري حقونو نارې- دعوې سراسر یو ډېر لوی نړیوال دروغ او د مداخلو یوه پلمه ده- ځکه هر چا په خپلو سترګو ولیدل چې دوی په یادو هېوادو کې د ښځو، ماشومانو او لویانو بشري حقونه په څه ډول وپالل؟! پاتې شول د غرب هغه استادان او مفکرین چې یوازې د بشري حقونو تعریفول خپل مکلفیت ګڼي او په دې اړه یې څه لوایح او قوانین هم تدوین کړي، په کار ده چې لږ نور تکلیف هم وکړي او د څو وروستیو پېړیو په اوږدو کې د بشري حقونو ستر ناقضین او مهمې قضیې هم وپلټي او مرتکبین یې هم نړیوالو ته ور معرفی کړي- بل دا چې دوی باید د بشري حقونو په اړه اسلامي لارښوونې هم  مطالعه او بیا مسلمانانو سره په چلند کې هماغه ټول موارد مراعات هم کړي. ترڅو په دې توګه مسلمانان جبراً په غربي قوانینو مکلف نه بلکې انسانان په نړۍ کې له مذهبي اختلافاتو سره سره ډاډمن او سوله ییز ژوند وکړی شي- د یادونې وړ ده چې د لویدیځ سیاسي، نظامي، تبلیغاتي او فکري چینلونو له بشري حقونو د خپلوسر غړونو هیڅ محاسبه نه ده کړې، بلکې همېشه یې یوازې پر خپلو رقیبانو نیوکې کړې او د ملامتۍ ګوته یې ورته نیولې ده.  ښکاره ده چې همدغه چلند اوس د هغوی حیثیت له خاورو سره خاورې کړی او دا مهال د بشري حقونو نارې سورې هیچا ته کوم ارزښت نه لري