د امت ناوړه حال او د قربانیو اختر!

دا دی لوی  اختر را ورسېد، هماغه د ابراهیم علیه السلام د سترې قربانۍ د یاد ګار ورځ . پرته له شکه چې دا یوه ډېره لویه او تاریخي ورځ ده. لویه، مهمه او عبرتناکه ورځ چې هرمؤمن ته د خپل څښتن تعالی د رضا لپاره په رڼو سترګو د خپل خواږه اولاد د قربانۍ […]

دا دی لوی  اختر را ورسېد، هماغه د ابراهیم علیه السلام د سترې قربانۍ د یاد ګار ورځ . پرته له شکه چې دا یوه ډېره لویه او تاریخي ورځ ده.

لویه، مهمه او عبرتناکه ورځ چې هرمؤمن ته د خپل څښتن تعالی د رضا لپاره په رڼو سترګو د خپل خواږه اولاد د قربانۍ وړاندې کولو درس ورکوي. واقعیت دادی چې د الله تعالی له لوري حضرت ابراهیم علیه السلام له خورا ستر ازمیښت سره مخ او نوموړی رښتینی بنده هم  له هماغه سخت او بې ساري امتحانه کاملاً بریالی راووت. خو د پاک خدای جل جلاله دغه ستر بنده د نورو مؤمنانو لپاره هم داسې یو سخت معیار پرېښود چې پوره کول یې یقیناً هماغسې رښتینې ایمان هم غواړي. دادی اوس پرټول مسلمان امت د هماغه تاریخي یادګار ورځې را ورسېدلې چې د یادښت لپاره به یې د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ميلیونو څاروي ذبح او د پستو غوښو کبابونه به يې وخوړل شي، خو آیا په مسلمانانو کې به داسې کسان هم پیدا شي چې د خپل خالق او مالک د رضا او د کفارو له اسارته د امت د خلاصون په موخه د خپل ځان او بچیانو قربانۍ ته چمتو شي؟ بې له شکه چې همدا لویه قرباني اوپه باوري توګه د هغو اخروي نعمتونو او سترې کامیابۍ قیمت دی چې لوی خدای جل جلاله یې مؤمنانو سره وعده کړې ده. البته اوس نو پرته له شکه د ګرد امت پرغاړه د همدې ډول قربانيو ورکولو فریضه لازمه شوې ده. ځکه نور نو د ځمکې پرمخ د شیطاني لښکرو او طاغوتي واکمنۍ فساد اوج ته رسېدلی، اوس له ځمکې او فضا، له مخ او څټه  له ښي او کيڼ لوري یو مخ شر او فتنه را اوري، اوس مسلمان اسیر او له هرطرفه د شعایرالله پرتوهین لاس پورې شوی او د الله تعالی بندګان د وسلې پرمټ او په وچ زور د خپل خالق له لارې اړول کيږي. له بده مرغه دا وخت همدغه دوه میلیارده مسلمانان په رڼو سترګو هره شېبه د ځمکې په هرګوټ کې د امت روان ناوړه وضعیت ویني او د هرظلم وستم، ذلت او سپکاوي نندارې یې کوي خو بیا هم نه راویښيږي او نه یې په رګونو کې د حریت او خپلواکۍ وینه په جوش راځي. په ډېر تأسف چې دا مهال د امت  انحطاط، غفلت، عیاشي او بې همتې تر دې حده رسېدلی چې شل کاله یې پر بې وزلو افغانانو د صلیبي لښکرو د جبرو ناتارننداره وکړه اوله تېرو اتو میاشتو راهیسې پر کوچنۍ او مظلومه غزه د یهودو د وحشت فیلمونه ګوري. ښایي دا لابل شرم وي چې ګاونډي شتمن قومیان او نور دیني وروڼه یې بله ورځ د دې پرځای چې لږ ترلږه د اختر ورځوکې د یهودو لاس ونیسي،کېدی شي د قربانۍ غوښې وروليږي. سره له دې چې د غزې مظلوم او محصور مسلمانان ان یو غوړپ اوبو ته هم محتاج دي خو بیا هم له دوه ميلیارده مسلمانانو د هغوی هیله او غوښتنه د یهودو لاس نیول او شړل دي، نه اوبه او خواړه. د امت د ویښتابه په هيله .