د افغانستان واکمني د مخلصو وطنپالونکو په لاس کې ده

د ورځې خبره د ډېر تاسف ځای دی چې ځینې ګاونډي هېوادونه د افغاستان خپلواکي نه شي زغملی. زموږ دا خبره یوازې وهم او بدګوماني نه ده، بلکې په څرګندو دلایلو او ښکاره واقعیتونو ولاړه ده. مثلاً که تاسې د شل کلن بهرني اشغال په زمانه کې له افغانستان سره د ایران، تاجیکستان او پاکستان […]

د ورځې خبره

د ډېر تاسف ځای دی چې ځینې ګاونډي هېوادونه د افغاستان خپلواکي نه شي زغملی. زموږ دا خبره یوازې وهم او بدګوماني نه ده، بلکې په څرګندو دلایلو او ښکاره واقعیتونو ولاړه ده. مثلاً که تاسې د شل کلن بهرني اشغال په زمانه کې له افغانستان سره د ایران، تاجیکستان او پاکستان وضعیت او چلند د هغوی له اوسني چلند سره پرتله کړئ، په ډاګه در معلومیږي، چې دوی هغه مهال ډېر خوشاله وو، ځکه ښایي بهرنیو واکدارانو دوی ته د افغانستان له اړخه څه امتیازات ورکول یعنې د افغانانو پر ځینو ملي ګټو یې له هغوی سره معاملې کولې. لکه دا چې پاکستان ته یې د څو نظامي اډو او لارې چمتو کولو په بدل کې هم نغدې مرستې ورکولې او هم یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د فزیکي موانعو لکه خندقونو، جالونو، دیوالونو او دروازو جوړولو موقع او مصرف ورکړ. ایران ته یې په فرهنګي برخه کې هم د فعالیت پوره موقع ورکړه او هم یې د دوی د صادراتو لپاره زموږ هېواد پر لوی مارکیټ ورته بدل کړ. بل خوا تاجیکستان دی چې حاکمان یې اصلاً له خپل رعیته په وېره کې دي، ځکه چلند یې د خپلو خلکو له ملي او تاریخي ارزښتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي، نو دا وېره پرې غالبه ده چې هسې نه تاجیکان هم له افغانانو څه الهام واخلي او موجودې واکمنۍ ته یې خطر پېښ کړي. په دې توګه اصلاً تاجیکستان او پاکستان دواړه زموږ له لوري څه مشترک ټکي هم لري، ځکه پاکستان هم سربېره پر نورو وجوهاتو دا اندېښنه هم لري چې د افغانانو موجوده خپلواکي او مخلص وطنپال قیادت خامخا هلته پر ځینو محکومو قومونو څه اغېز کولی او واکمن نظام ته ستونزې جوړولی شي. همدا وجه ده چې اوس نوموړي هېوادونه هر یو کله واي ټول ګډونه حکومت جوړ کړئ، کله د اوبو په پلمه غوسه او ګواښونه کوي او کله وايي افغانستان کې د ترهګرو ځالې دي او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي، خو رښتینی واقعیت بیا فقط هماغه دی چې موږ یې یادونه وکړه. له بده مرغه پاکستان اوس پرټوله دنیا غوغا ګډه کړې چې هلئ افغانستان د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر یو لوی مرکز بدل شوی او ښایي ټولې نړۍ ته یې زیان ورسیږي، خو افغانان بیا دغه پروپاګند له حقیقته ډېر لیرې بولي او ګردو نړیوالو ته بشپړ ډاډ ورکوي چې اوس د افغانانو قیادت د داسې اشخاصو په لاس کې دی چې په خپل ژوند کې یې د همدې هېواد ساتنې او دفاع په لاره کې هم له شورویانو سره او هم د  امریکې او ټول غرب له پرمختللیو نظامي لښکرو سره لس ګونه کاله مقابلې کړې. دا قیادت اوس له نړۍ سره د اړیکو پر توازن هم ډېر ښه پوهېږي، د امنیت او سولې قدر هم پېژني او د هېواد خپلواکۍ په ساتنه او چم ګاونډ سره پر ګوزان او تعامل یې هم سر خلاص دی. مطلب دا چې اوس باید د چم ګاونډ په شمول ټول نړیوال زموږ د هېواد واقعیتونه درک او په دې وپوهېږي چې افغانستان نور خپلواک او د یو داسې ملي حاکمیت څښتن دی چې د خپل ستړي ستومانه او کړېدلي ملت پر معنوي او مادي ګټو به له هیچا سره کومه غلطه معامله ونه کړي، نو که هر چا سره د خپل پرمختګ او سوکالۍ څه فکر وي او سمه رښتینې اقتصادي معامله کول غواړي، فوراً دې راځي او خبره دې کوي، کنه پر بې ځایه تورونو او بې سنده تبلیغاتو دې هسې خپل وختونه عبث نه ضایع کوي