نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځي خبره: د کابل ادارې مشر غني نن په خپل یو ویډیويی پیغام کې اعلان وکړ چې نور به د ده ځواکونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پرضد د دفاعي حالت پرځای په تهاجمي بریدونو لاس پوري کوي. غني دا اعلان په داسي وخت کې کوي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، ننګرهار […]
د ورځي خبره:
د کابل ادارې مشر غني نن په خپل یو ویډیويی پیغام کې اعلان وکړ چې نور به د ده ځواکونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پرضد د دفاعي حالت پرځای په تهاجمي بریدونو لاس پوري کوي. غني دا اعلان په داسي وخت کې کوي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، ننګرهار او بلخ کې درې داسي خونړي وحشیانه بریدونه د ولسي خلکو په وړاندي ترسره شول، چې هیڅ ډول اسلامي او انساني توجیه یې کیدلای نشي.
د ننګرهار په خیوه ولسوالۍ کې د یوې جنازې پرمراسمو د داعش قاتلي ډلي خونړۍ چاودني، د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پریو قومي غونډه د رژیم د الوتکو ړندې بمبارۍ، او د کابل په دښت برچي کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د دولتي ځواکونو په جامه کې د داعش مرموز برید څه کم سلو بې ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کابل د لاسپوڅي رژیم مشرغني که څه هم ظاهراً د ننګرهاراو کابل د هغو بریدونو (چې د رژیم د ائتلافي خونخواري ډلي داعش تر عنوان لاندي د رژیم د استخباراتي کړۍ لخوا ترسره شوي)؛ په غچ کې د اسلامي امارت پرضد د جګړې اعلان وکړ.
مګر حقیقت دا دی چې د کابل رژیم د نورو هغو ګذارونو له امله وارخطا دی چې د مجاهدینو له لوري یې پر زړه خوړلي دي.
— وړمه ورځ د لغمان/علیشنګ کې د رژيم ځواکونو د مجاهدینو تر ولکې لاندي سیمو ته د نویو پوستو او قرارګاوو جوړولو په موخه کاروان ایستلی و چې د مجاهدینو له لوري تربرید لاندي راغی او تر۵۵ پوري عسکر یې مړه او ژوبل شول.
— تر دې پنځه ورځي وړاندي د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ اړوند، آسیاخان سیمه کې د اردو یو ډېرمهم دفاعي بیس د مجاهدینو د اوږدې کلابندۍ په پایله کې د مجاهدینو لاس ته ولویدی، د رژیم عسکر په تیښته ولاړل.
— بلخوا د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان، د سیمه ایزو اربکي ملیشو عمومي مشر، تورن جنرال عبدالجلیل بختور، چې د موجوده مرستیال والي پلار او د فراه د ولایتي شورا د مشر فرید بختور ورور و؛ د کابل له رژیم نه را بیل او له مجاهدینو سره یوځای شو.
— له بل پلوه د خوست ولایت له پاره د کابل رژیم وفادار جنګیالی امنیه قومندان بابازی، د مجاهدینو د ماین په ترڅ کې له خپلو ساتونکو سره ووژل شو.
دا او دې ته ورته نوري ډيري پیښې د دې باعث شوې چې د کابل د ګوډاګی رژیم په لیکو کې یې سخته وارخطایی رامنځ ته کړې، له همدې ځایه ده چې نن اشرفغني د پخوانۍ ناکامې تجربې په تکرار سره یوځل بیا د جنګ اعلان وکړ، په داسي حال کې چې له مجاهدینو نه یې بیا هم د جګړې درولو غوښتنه وکړه.
اسلامي امارت په وار وار واضحه کړې چې د اشغال خاتمه، د جګړې پای ته رسول او یو خپلواک اسلامي حاکمیت رامنځ ته کول یې آساسي اهداف دي. په همدې خاطر یې له امریکا سره د بهرنیانو د وتلو تړون لاسلیک کړی، د ۶زره بندیانو د خلاصون سره سمدستي یې د بین الأفغاني مذاکراتو د پیلولو تعهد کړی چې په هغه کې به د اوربند په ګډون پر نورو ضروري موضوعاتو بحثونه کیږي.
له همدې ځایه ده چې دا کال یې د نورو کلونو برخلاف تر دا مهاله د نویو عملیاتو اعلان هم نه دی کړی، د توافقنامې له لاسلیک نه بیا تراوسه یې د هیواد په هیڅ غټ او یا واړه ښار کې ستره تهاجمي حمله نه ده کړې، تنها په هغو لري پرتو سیمو کې چېري چې د رژیم ځواکونه د سیمو د نیولو هڅي کوي؛ مجاهدین یې په مقابل کې دریږي لکه د وړمې ورځي د لغمان برید.
نو نن چې د کابل رژیم مشر غني د جګړې اعلان وکړ، له دې نه ښکاري چې دښمن په سوله او د بهرنیانو په وتلو کې خپل خیر نه ویني، بلکی جګړه د ځان په ګټه بولي.
همدا وجه ده چې د داعش په نوم ملیشه چې له ټوله هیواده ټوله شوې؛ یوازي د ملي امنیت په قرارګاوو کې ځای پرځای شوي، د هغي نه په استفادې ملي امنیت د ولس په وړاندي د خونړیو بریدونو تمرینات کوي، ترڅو حالات خراب او د سولې مخه ونیسي.
د کابل رژیم لخوا د جنګ اعلان به اوس نړۍ هم اوریدلی وي، ملت او دنیاوال به اوس ښه پوی شوي وي چې د رژیم جګړه ماران څنګه سوله غواړي، غني خپلو ځواکونو ته د تهاجمي بریدونو امر صادر کړ خو په عین حال کې یې له اسلامي امارت نه د اوربند غوښتنه وکړه. آیا همدا د سولې غوښتني طریقه ده.؟!
پای ……….! د ورځي خبره ۲۰۲۰/ ۵/ ۱۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.