دکابل ادارې خونخواره اردو..!

د ورځي خبره: د افغانستان د اشغال له بدمرغه ورځې وروسته نږدې هره ورځ د افغانانو په کور او کلي د اشغالګرو او کورنيو ګوډاګيانو له لوري بې رحمه بمبارونه کیږي، چې د مظلومو افغانانو له خولو يې مسکا ورکه کړې او له هر کور څخه آهونه او فريادونه خيږي. کورني اجیر عسکر؛ چې ځانونه […]

د ورځي خبره:

د افغانستان د اشغال له بدمرغه ورځې وروسته نږدې هره ورځ د افغانانو په کور او کلي د اشغالګرو او کورنيو ګوډاګيانو له لوري بې رحمه بمبارونه کیږي، چې د مظلومو افغانانو له خولو يې مسکا ورکه کړې او له هر کور څخه آهونه او فريادونه خيږي.
کورني اجیر عسکر؛ چې ځانونه د ملت ساتونکي ګڼي، په ډېره سپين سترګۍ له اشغالګرو سره اوږه پر اوږه، بلکې له هغوی مخکې، د مظلومو افغانانو پر کورونو چاپې وهي، شهيدانوي يې، عزتونه يې لوټوي او اسيرانوي يې، آيا د ملت ساتونکي به همداسې وي؟!
په ټولنيزو رسنيو يوه دردناکه ويډيو لاس په لاس کيږي، ويډيو کې ښودل کيږي چې اجير عسکر په ډېره بې شرمۍ اشغالګرو ته د مظلوم ملت جاسوسي کوي، په ځورېدلي ولس د ستر بم غورځولو غوښتنه کوي او په ډېره تلوسه د بم لوېدو ته انتظار کوي.
په کلي د جيټ الوتکې له بمبار وروسته، اجير عسکر کړسنده خنداګانې کوي او د جګړه ځپلي او غمجن ولس له وژلو خوند اخلي..!
آيا همدا د ملت ساتنه ده؟!
داخو يې د هغو عسکرو حال دی، چې په ډېره لږ تنخوا د اشغالګرو سره اوږه پر اوږه د ملت پر وړاندې جګړه کوي، د هغو لوړپوړو چارواکو به څه حال وي چې له همدې کـرغېړنې جګړې او ملت وژنې څخه تغذيه کيږي؟!
هغه کورنۍ چې په دغه ملت ضد اداره کې یې اولادونه دندې ترسره کوي، باید په دې غور وکړي چې اولادونه يې د ملت ساتونکي نه؛ بلکې د ملت وژونکي دي، پردۍ وسلې يې د عام ولس د وژلو په موخه په اوږه ايښي او په ټوله کې یې کورنۍ هم په دې ستر جنايت کې پوره ونډه ورسره لري.