دوحې غونډه او د افغان ملت یو جهت، یو دریځ او یوه خبره!

د ورځې خبره د افغانستان په اړه دوحه کې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پای ته ورسېده. یاده غونډه له سره تر پایه خورا ډېره مثبته او بریالۍ وه. تردې چې افغان لوري پکې ان له پیله مخکې لا یوه ستره بریا ترلاسه کړه او هغه دا چې د غونډې د بحث موضوعات د افغان حکومت […]

د ورځې خبره

د افغانستان په اړه دوحه کې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پای ته ورسېده. یاده غونډه له سره تر پایه خورا ډېره مثبته او بریالۍ وه. تردې چې افغان لوري پکې ان له پیله مخکې لا یوه ستره بریا ترلاسه کړه او هغه دا چې د غونډې د بحث موضوعات د افغان حکومت له خوا وټاکل شول، مثلاً د بندیزونو لیرې کول، د نشه یي توکو خاتمه او د بزګرانو لپاره بدیل روزګار او درېیم  د افغانستان خصوصي سکتور ته وده ورکول او له مخې یې مشکلات لیرې کول. دویمه لویه بریا دا وه چې په ړومبي ځل یو داسې افغان پلاوی پکې برخوال شو چې د هېواد پر لوېشت لوېشت واکمن نظام له خوا ور معرفي او هلته یې خپل ایکي یو واضح دریځ او د ګرد افغان ولس رښتینی غږ نړیوالو ته ورساوو. په دې ترڅ کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نړیوالو ته د افغانانو اصلي او واقعي غوښتنې په خورا څرګندو او قاطعو ټکو بیان او د ګډونوالو غوږونه یې ډېر ښه پرې خلاص کړل.

درېیم بری دا و چې د غونډې اکثریت بلکې ټولو برخوالو او د مختلفو هېوادو استازو د افغانانو د هیلو او غوښتنو ښکاره ننګه او زیاترویې په دې لړ کې د مرستې ژمنه هم وکړه. د یادو استازو له دغسې مثبتو څرګندونو په ډاګه معلومیږي چې نړیوالو بالآخره افغانستان کې موجود واقعیتونه درک او د تعامل روحیه پکې را ژوندۍ شوه- دغه راز خلکو ته دا حقیقت هم کرار کرار ورڅرګندېدونکی دی چې د مغرضو او یرغلګرو هېوادو ځینې کرایه شوي مزدور اشخاص څه حیثیت او افغان هېواد کې څومره وزن او اغېز لري. هغه اشخاص چې ترڅو لسیزو پردیو لښکرو، ځواکونو، وسلو، پیسو او پروپاګند په زور د مشرانو او سیاستوالو په نامه پر افغانانو ورتپل شوي وو. په هر صورت اوس مهمه داده چې نړیوال موږ سره تعامل ته چمتو او افغان ولس د نړیوالو زورواکانو له بندیزونو خلاص او د خپل هېواد ودانولو ته پرېښودل شي. ځکه معلومه خبره ده چې موجوده بندیزونو زموږ پر ټول ملت خورا ناوړه اغېز لرلی چې هم یې د حکومت لاسونه تړلي او هم په لویه کچه د خصوصي کاروباریانو او عام ولس- هیله ده د همدغسې غونډو، تماسونو او یو بل ته غوږ نیولو په نتیجه کې به تدریجاً زورواکي هېوادونه هم له نورو نړیوالو وشرمیږي، بندیزونه به ختم او موږ سره به د مثبت تعامل لارې ته راسم شي، لنډه دا چې د قطر اوسنۍ غونډه کې تر ډېره حده د افغانانو حیثیت اعاده، وحدت یې ثابت او نړیوالو ته یې له یوه آدرسه، یوه دریځه او یوې خولې خپل رسا او رښتینی غږ ورساوو چې د اوس لپاره دغه هم د ګرد افغان ملت لپاره ډېره لویه لاسته  راوړنه ده.