اسیران دې د بشري خواخوږۍ له مخې خوشي شي!!

د ورځي خبره: د روان کال د فبروري په ۲۹مه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په شوي هوکړه لیک کې منل شوې چې د مارچ تر لسمې به د اسلامي امارت ۵۰۰۰ تنه بندیان خوشي کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خو تر دې دمه چې پر شوې هوکړه دوې میاشتې […]

د ورځي خبره:

د روان کال د فبروري په ۲۹مه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په شوي هوکړه لیک کې منل شوې چې د مارچ تر لسمې به د اسلامي امارت ۵۰۰۰ تنه بندیان خوشي کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خو تر دې دمه چې پر شوې هوکړه دوې میاشتې تیریږي، لا هم په توافقنامه کې د اسلامي امارت لیکل شوی تعداد اسیران نه دې خوشي شوي.

د بندیانو دخوشي کیدو په مسئله کې هم امریکا او هم یې ګوډاګی رژیم ناغیړۍ کوي، د توافقنامې له بشپړ تطبیق څخه سرغړونې کوي، په ځانګړې توګه د اسیرانو په خلاصون کې پلمې لټوي، همدغه اسانه موضوع پېچلې کوي او په لوی لاس د جګړې د جریان اسباب برابروي.

په داسي حالت کې چې د کرونا وبا په هیواد کې مخ پر خپریدو ده، د څرخي پله په زندان کې هم د همدې وباء مثبتې پیښې ثبت شوې او یو مجاهد زنداني هم د دې وباء له امله په زندان کې په حق رسیدلی، نو د بندیانو د خوشي کولو موضوع نوره جدي کوي او باید ژر تر ژره هغه شمېر اسیران خوشي شي چې ژمنه یې شوې ده.

اسلامي امارت بار- بار ویلي، که خدای مکړه کرونا وباء زندانونو کې هم خپره شي، لوی ناورین به رامنځته کړي او د دې فاجعې مسؤولیت به دامریکا او کابل ادارې پر غاړه وي.

دا چې د اسیرانو خلاصون د بین الافغاني خبرو پیلامه ده او اوربند او آن دجګړې یو مخیزه خاتمه د خبرو اترو له لارې کیدای شي، نو تر هرڅه وړاندې باید د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په شوې توافقنامه عمل وشي، ۵۰۰۰+ ۱۰۰۰ زندانیان تبادله شي، چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي او له همدې لارې د افغان ولس د سولې او اسلامي واکمنۍ هیلې او ارمانونه پوره شي.

امریکا+ کابل رژیم ته- چې شپه او ورځ د بشر دوستۍ او برابرۍ نارې وهي- که بین الافغاني مذاکرات او سوله ارزښت نه لري، نو په خپلو زندانونو کې مظلوم اسیران دې یوازي او یوازي د بشري خواخوږۍ له مخې ازاد کړي!.