نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځې خبره موږ ټول ښه پوهیږو چې دا وخت د اسلامي امت د خوارۍ او انحطاط زمانه ده، تر دې چې اوس هیڅ یو مسلمان ان په خپل کور کې هم نه دی خوندي، خو په همدې حال کې بیا کله کله داسې نا اشنا پېښې منځ ته راځي چې سړی یې پر مسلمانانو […]
د ورځې خبره
موږ ټول ښه پوهیږو چې دا وخت د اسلامي امت د خوارۍ او انحطاط زمانه ده، تر دې چې اوس هیڅ یو مسلمان ان په خپل کور کې هم نه دی خوندي، خو په همدې حال کې بیا کله کله داسې نا اشنا پېښې منځ ته راځي چې سړی یې پر مسلمانانو د الهي فضل، غیبي نصرت او د اسلام سپیڅلي دین له حقانیت پرته بله وجه نه شي موندلی. لکه چې د صلیبي لښکرو له شل کلن اشغاله د افغانستان خلاصون هم ددې عصر له همداسې خارق العاده فتوحاتو یوه بې شانه لویه بریاوه – بناءً هر مسلمان ته بویه چې د دغې سترې فتحې پرمختلفو ابعادو ژور فکر وکړي او وګوري چې څرنګه قادر خدای د یوې کم شمېره مجاهدې ډلې په هڅو او مبارزو کې برکت اچوي. داسې یوه بې کسه ډله چې نه په ټوله نړۍ کې څوک مرستندوی لري او نه خپل هېواد کې څه ناڅه وسله، مالي منابع او د پټونې کوم ځای. هغه هم په داسې یو وضعیت کې چې د دښمن تبلیغاتي توپان پرعامه اذهانو دومره ژور سیوری غوړولی و چې هیڅ کورني او بهرني سیاسي څېړونکي له یرغلګرو پوځونو سره مقابله چندان معقول کار نه باله او مجاهدین یې لیوني او د هغو مغرضو ګاونډیانو د لاس آله بلل چې هدف یې یوازې او یوازې د وطن وېجاړول دي.
خو بل لورته مجاهدینو په داسې حال کې پوره عزم او متانت سره خپلو مبارزو ته دوام ورکړی و چې د هیڅ ملامت ګر اعتراض او دلایلو ته یې غوږ نه اېښود، فقط پر دښمن یې یرغلونه کول، سرښندنې یې کولې او د غرونو په شان یې په صبرو استقامت سره د جګړې مصیبتونه، ناخوالې او غمونه ګالل. تردې چې شل کاله ټول په داسې یو وضعیت کې تېر شول چې د ګردې نړۍ صلیبي لښکرو خپل ټول نظامي ځواک او انتهايي خطرناکې نوې وسلې او وسایل وکارول، په لکونو روزل شوي عسکر، وحشي امنیتي کمپنۍ، زرګونه جاسوسي او شیطاني ماهرین، په تریلیونو ډالر لګښتونه او یو غټ شمېر پردیپال، بې ننګه او ماده پرسته افغانان یې استخدام کړي وو. پایله دا شوه چې کرار کرار دښمن بې زړه کېده، پښېماني یې زتیاتېده او صبریې ختمېده چې همدې سره د مجاهدینو په عزم او یقین کې نور هم زیاتوالی راغی او ورو ورو د فتوحاتو لړۍ شروع شوه او بالآخره دغه قربانیو کاروان د لکونو شهیدانو، ټپیانو، اسیرانو، کونډو، یتیمانو او نورو مصیبتونو په زغملو سره د (۱۴۰۰هـ ش) کال اسد میاشتې په څلورویشتمه نېټه خپل منزل ته ورسېد. که څه هم د دښمن یو تړلی عسکر د «کریس ډوناهو» امریکايي ضابط په شمول پنځلس ورځې وروسته د سنبلې په نهمه د باګرام له هوایي اډې ووتل. خو اصلاً همدا څلیریشتمه د جګړې پای بلل کیږي ځکه تردې نېټې وروسته بیا څه جګړه نه ده پېښه شوې- په هر صورت د غرب له نظامي او نظریاتي اسارته د افغانستان خلاصېدل پر ټول امت خصوصاً افغانانو باندې یوه ستره الهي لورینه، لوی فضل او انعام او یوه بې شانه لویه کامیابی ده چې خامخایې باید قدر وشي، شکریې ادا شي او د ساتنې لپاره یې له پوره اخلاص او کلک عزمه کار واخیستل شي- دا مبینه فتح دې ټول مجاهد امت او خصوصاً افغان مؤمن ولس او ددې لارې شهیدانو ته تل ترتله مبارکه او بختوره وي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.