نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند کروندګر وایي چي د کوکنارو ګټه یوازي بهرنیو قاچاقبرانو ترلاسه کول ، ستړيا او زحمت يي د افغان بزګرانو و. د دوی په وینا سره له ډېرو لګښتونو بیا هم د کوکنارو حاصلاتو د بزګرو اقتصاد ته هیڅ ډول ګټه نه ده رسولې. د عالي قدرامیرالمومنین حفظه الله د یوه خاص فرمان پر […]
دهلمند کروندګر وایي چي د کوکنارو ګټه یوازي بهرنیو قاچاقبرانو ترلاسه کول ، ستړيا او زحمت يي د افغان بزګرانو و. د دوی په وینا سره له ډېرو لګښتونو بیا هم د کوکنارو حاصلاتو د بزګرو اقتصاد ته هیڅ ډول ګټه نه ده رسولې.
د عالي قدرامیرالمومنین حفظه الله د یوه خاص فرمان پر اساس په ټول هیواد کي د نشه يي توکو کښت ، قاچاق او کاروبار منع اعلان سو. د شرعیت له نظره د مسلمانانو لپاره يي کښت پلور او پېر هم حرام بلل سوی دی. اوس د هلمند کرونده ګر وايي ، د امیرالمومنین د دې فرمان ملاتړ کوي ، او پر ځای به يي داسي کښتونه وکري چي هم حلال وي او هم يي خلکو ته ډېره ګټه ورسېږي.
کرونده ګر له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي ، چي د د دوی لپاره د اوبو ، او ښو کرکېلو د ترویج برخه کي مرسته وکړي او د بدیل معیشت داسي پروګرامونه پیل کړي ، چي هم کرونده ګر د ګټورو کښتونو د کرلو جوګه سي هم کورنی او بهرنی مارکیټ ولري.
هر کال په دې ولایت کي کوکنار کرل کیږي ، د کرلو سره سم ، مځکوال پرې مصرفونه کوي ، ترڅو چي د نېښ وهلو تر کچې رسېږي ، د نېښ پر مهال مځکوال مجبور دي ، چي په لوړ نرخ کارکونکي ونیسي ، خو کله چي حاصل اخلې ، نو ډېره برخه يي بیرته د لګښتونو د قرضونو پر اداینه ولاړي سي او مځکوال ته سره له میاشتو میاشتو خوارۍ ډېري کمي پیسې په لاس ورسي. هلمند کي هر کال په سلګونه زره هکتاره مځکه کي کوکنار کرل کیږي ، د دې کوکنارو څخه ترلاسه سوې حاصل بیا نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي ، چي له امله يي د افغانستان او افغان ولس نوم ته زیان رسولی و . اوس چي دا کښتونه بندیږي ، نه یوازي په هیواد کي دننه به د نشیانو شمېر راکم سي ، بلکه نړۍ به يې هم له شره په امن وي.
نېټه:۱۴۴۳/۹/۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.