ناوې ولسوالۍ کي یوتن د جعلکارۍ په جرم ونیول سو:

  نن ورځ یکشنبه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کي هغه کس ونیول سو چي پر یوه پارچه باندي یې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د ټاپې او امضاء جعلکاري کړې وه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد کس احمد نومېږي د حاجي شېرمحمد زوی او د ناوې ولسوالۍ د هزار اسپ […]

 

نن ورځ یکشنبه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کي هغه کس ونیول سو چي پر یوه پارچه باندي یې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د ټاپې او امضاء جعلکاري کړې وه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد کس احمد نومېږي د حاجي شېرمحمد زوی او د ناوې ولسوالۍ د هزار اسپ سیمي اوسېدونکی دی.

نوموړي غوښتل چي په دې جعلکارۍ باندي امتیاز ترلاسه کړي.چي لله الحمد د ناوې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د پیاوړو منسوبینو له خوا ونیول سو او اړوند اورګان ته وسپارل سو.
نیول سوي کس په خپل رضاء او رغبت سره په خپل جرم اعتراف وکړ.موضوع تر څېړني او بررسۍ لاندي ده.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۴ هــ ق