غزني دهیک ولسوالۍ کې دوه تنه لاره وهونکي مسلح غله ونېول شول

  نن ورځ دو شنبه د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ امنیتي سرتېرو د یادي ولسوالي دپکتیا او غزني سرحدي غرنۍ سیمه دولت خان کلي ته څیرمه د سرک په سر هغه دوه مسلح غله ونیول چي دوه ورځي مخکي د شنبې په شپه یې د یو مازدا موټر وان څخه یولک افغانۍ او اسناد وړي […]

 

نن ورځ دو شنبه د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ امنیتي سرتېرو د یادي ولسوالي دپکتیا او غزني سرحدي غرنۍ سیمه دولت خان کلي ته څیرمه د سرک په سر هغه دوه مسلح غله ونیول چي دوه ورځي مخکي د شنبې په شپه یې د یو مازدا موټر وان څخه یولک افغانۍ او اسناد وړي وو
د یادې ولسوالۍ امنیتي سرتیرو د ګزمې په مهال د شپې ناوخته دواړه مسلح غله ونېول.
چي یو میل کلاشینکوف هم ورسره نیول شوی
یاد مجرمین د پکتیکا مټاخان ولسوالۍ اوبل یې د لوګر محمداغي ولسوالۍ اوسیدونکی دی
یاده غرنۍ سیمه چي وخت ناوخت به ورنه د غلا راپورونه ورکول کېدل ددې ظالمانو له نیولو سره به ان شا الله په امن شي.
دواړه غله خپل جرم مني او دلا څیړنو په خاطر یې دوسیه څارنوالۍ ته وسپارل شوه.

۱۴۴۳/۸/۱۸
۱۴۰۱/۱/۱