نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تردې مخکي د باران مؤسیسې دغه چاره ترسره کول چي د درملو د ناسم کیفیت په اړه يي شکایتونه کېدل. د هلمند د عامي روغتیا رئیس له او ایچ پی ایم مؤسیسې څخه غوښتنه وکړه چي د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي او داسي درمل روغتیايي مرکزونو ته وړاندي کړي چي پر ټولو […]
تردې مخکي د باران مؤسیسې دغه چاره ترسره کول چي د درملو د ناسم کیفیت په اړه يي شکایتونه کېدل.
د هلمند د عامي روغتیا رئیس له او ایچ پی ایم مؤسیسې څخه غوښتنه وکړه چي د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي او داسي درمل روغتیايي مرکزونو ته وړاندي کړي چي پر ټولو معیارونو برابر وي.
ددغه موضوع اړوند د هلمند عامي روغتیا ریاست د OHPM او یو شمیر نورو هغو مؤسیساتو ترمنځ چي له روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو روغتیایي برخو کي مرستي کوي ترمنځ ګډه غونډه جوړه سوې وه. دغه غونډه د عامي روغتیا د رئیس ډاکتر سیداحمد (سعید) په مشرۍ جوړه سوې وه. نوموړي وویل : د ټولو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته باید له هغه قرارداد سره سم چي د روغتیا وزارت سره يي کړی درمل او تجهیزات ورسیږي. ډاکټر سعید وویل : د روغتیا پالانو په ښځینه بستونو کي باید یوازي ښځینه روغتیا پالاني وټاکل سي او همداراز یې زیاته کړه چي تردې مخکي د باران مؤسیسې د روغتیايي مرکزونو سره د درمل رسوني قرارداد درلود ، چي تردې وروسته دغه قرارداد د او ایچ پي ایم مؤسیسې ته ورکړل سوی دی، ده له یادي مؤسیسې غوښتنه وکړه چي د بشپړ کیفیت لرونکي درمل روغتیايي مرکزونو ته وړاندي کړي.
په دې غونډه کي د روغتیايي مؤسیساتو استازو غونډي ته خپل د کارونو په اړه مالومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چي د خپل طرزالعمل او پالیسۍ مطابق خدمتونه وړاندي کوو. په دې غونډه کي ډاکټر شیر علي د او ایچ پي ایم مؤسیسې په استازیتوب خبري وکړې ټول روغتیايي مرکزونو ته به د ۹۸ لکه افغانیو په ارزښت په نږدې وختونو کي درمل ورسیږي.
د غونډي په وروستیو کي د روغتیايي مرکزونو مسئولینو د خپلو چارو په تړاو مالومات وړاندي کړل، ستونزي او خنډونه او همدارنګه د خپلو پرمختګونو او کاري فعالیتونو په تړاو يې غونډي ته خپل کاري راپور وړاندي کړ.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.