دا معتادین د هلمند په مرکز او ولسوالیو کي نیول سوي چي په مرکزي زندان کي يې د درملني زمینه برابره سوې ده. نیول سوي معتادین وايي: که دا ځل رخصت سوه نو خپل ژوند او کورنۍ ته به پام کوي. له دې معتادینو ۱۷۰۰ تنه يې تر درملني لاندي دي چي له جملې […]

 

دا معتادین د هلمند په مرکز او ولسوالیو کي نیول سوي چي په مرکزي زندان کي يې د درملني زمینه برابره سوې ده.
نیول سوي معتادین وايي: که دا ځل رخصت سوه نو خپل ژوند او کورنۍ ته به پام کوي.

له دې معتادینو ۱۷۰۰ تنه يې تر درملني لاندي دي چي له جملې یې ۹۸۹ تنه جوړ سوي دي.
د اسلامي امارت له راتګ څخه تر اوسه ۲۷۳۸ تنه معتادین نیول سوي او درملنه يي سوې ده.

د هلمند د مرکزي زندان د محاکمو استازی معلم عبدالشکور وايي : په دې کسانو کي ځینو خپله مراجعه کړې او ځیني نور يې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا نیول سوي دي.
د زندان د مسؤلینو په وینا په مرکزي زندان کي معتادینو ته د درملني ترڅنګ فکري او ورزشي فعالیتونه هم ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده چي په هلمند کي په نشه یي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ لپاره د معتادینو سل بستریز روغتون هم فعالیت کوي.

د دې روغتون مسئول وايي : هلمند کي ۱۳۰۰۰۰ یو لک او دېرش زره معتادین راجستر لرو چي په دې کي ۲۷۰۰ ښځي او ۱۵۰۰۰ تنه تر اتلس کلنۍ کښته ماشومان هم شامل دي چي اوس مهال په دې روغتون کي ټول ټال د ۳۶۹۳ تنو درملنه سوې ده او له جملې یې ۴۵۴ تنه بیرته په دغه ناوړه عمل اخته سوي دي.

معتادین بیا ټینګار کوي چي د نشه يي توکو د پلور ځایونه باید په بشپړه توګه له منځه ولاړ سي ترڅو دوی بیا ځلي په دې بد عمل اخته نسي خو د هلمند امنیتي مسؤلین وايي : ټول هغه ځایونه چي نشه يي توکي به يې پلورل له منځه وړي دي او عاملین يې نیول سوي دي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۴ هـ ق