باباجي ولسوالۍ کي ۱۸۶ اړمنو کسانو سره مرسته وسوه:

  تېره ورځ د هلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کې د ۱۸۶ اړمنو او بې وزله خلګو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده مرسته دهغه سروې په اساس ترسره سوه چي څه مده وړاندي د ولایت مقام او استخباراتو ریاست د نمایندګانو تر نظارت لاندي د یوې خیریه موسیسې […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کې د ۱۸۶ اړمنو او بې وزله خلګو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده مرسته دهغه سروې په اساس ترسره سوه چي څه مده وړاندي د ولایت مقام او استخباراتو ریاست د نمایندګانو تر نظارت لاندي د یوې خیریه موسیسې له لوري ترسره سوې وه.
په مرسته کي هري کورنۍ ته یو۱ پارسل اوړه،یوپارسل ورجي،لوبیا،بوره او غوړي په شفاف او منظم ډول توزیع او ووېشل سوه.

دیادولو وړ ده چي هلمند کي د تېرو څو میاشتو را په دې خوا د اړمنو کسانو سره د مرستو بهیر پیل سوی او مرکز او ولسوالیو کي د زیاتو بې وزله خلګو سره وخت په وخت د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستي ترسره سوي دي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۳ هــ ق