دکرني او مالدارۍ وزارت لوړ پوړی پلاوی هلمند ولایت ته راورسېدی:

  نن غرمه مهال د هېواد د کرني او مالدارۍ وزارت مرستیال محترم مولوي صدراعظم صاحب او ورسره پلاوی هلمند ولایت ته راورسېدی او دلته یې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره ولیدل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد پلاوي له هرڅه نه وړاندي هلمند والي ته د وروستیو فتوحاتو مبارکي وویل […]

 

نن غرمه مهال د هېواد د کرني او مالدارۍ وزارت مرستیال محترم مولوي صدراعظم صاحب او ورسره پلاوی هلمند ولایت ته راورسېدی او دلته یې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره ولیدل.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد پلاوي له هرڅه نه وړاندي هلمند والي ته د وروستیو فتوحاتو مبارکي وویل او د هلمندي مجاهدینو او ولس قربانۍ یې وستایلې او هلمند یې د سترو حماسو او کارنامو مرکز یاد کړ.
وروسته یې د هلمند د ځیني سرحداتو د کنترول په اړه د هلمند والي سره بحث او خبري وکړې.
ښاغلي صدراعظم زیاته کړه چي ځیني غیرمعیاري حیواني او زراعتي دواګاني د ګاونډیو هېوادونو له خوا په قاچاقي ډول هېواد ته واردېږي.چي باید مخه یې ونیول سي.
هغه زیاته کړه چي ددغه رکم درملو واردول نه یوازي داچي ګټه نه کوي بلکي ډېر زیات زیانونه هم لري.چي د کروندو او څارویو دپاره د هلاکت او تباهۍ سبب جوړېږي.
نوموړي وویل چي هرډول حیواني او زراعتي درمل چي هېواد ته را واردېږي باید د قانوني لارو وارد او د مسلکي اشخاصو له خوا چیک او کنترول سي.هغه همدا راز د غصب سوو مځکو د ژغورلو او د غصب څخه د مخنیوي او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
او په دې اړه یې د هلمند والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته هلمند والي وپلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغوی څخه مننه وکړه چي هلمند ته یې سفر وکړ او ددوی سره یې د یادو ستونزو یادونه او د حل پر لارو چارو خبري وکړې.
نوموړي پلاوي ته د یادو ستونزو په اړه د خپل لوري د جدي اقدام کولو ډاډ ورکړ.
هغه وویل چي سرحدي سیمو ته یې د خپل سفر پرمهال هم د ورته ستونزو د حل په موخه مسئولینو ته سپارښتني کړې دي.
چي نور به هم تعقیب او په قاطع ډول به یې مخنیوی وکړي.او همدارنګه یې د غصب د مخنیوي په اړه د واضح طرزالعمل د جوړېدلو او د غاصبانو د منګولو څخه د غصب سوو املاکو د ژغورلو ډاډ ورکړ.

دیادولو وړ ده چي تېره اونۍ هم د هېواد د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وزیر او نشراتي مرستیال د یوپلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی وو.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۰ هــ ق