د کندهار نوي امنیه قومندان د ټولو حوزو له آمرینو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل

  د سه شنبې په ورځ د کندهار د نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود په مشرۍ د ټولو حوزو د آمرینو او د ولسوالیو د امنيه قوماندانانو ترمنځ د همږغۍ ګډه ناسته جوړه سوه، چي پر مهال ئې پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو. د غونډي په شروع کي د کندهار […]

 

د سه شنبې په ورځ د کندهار د نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود په مشرۍ د ټولو حوزو د آمرینو او د ولسوالیو د امنيه قوماندانانو ترمنځ د همږغۍ ګډه ناسته جوړه سوه، چي پر مهال ئې پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو.

د غونډي په شروع کي د کندهار امنيه قوماندان مولوي رحیم الله محمود د ټولو امنیتي مسئولینو څخه مننه وکړه، چي د ولس د ډاډمن امنیت له پاره ئې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې او خلکو ته ئې ډاډمن امنیت برابر کړی دئ.

ښاغلي محمود د خپلو خبرو په دوام وویل، چي ټول امنيتي مسئولين دي د ولس سره ښه اړيکي وساتي، د خلکو زړونه دي وساتي او خپلو اړوند ساحو کي دي د هر ډول نا امنیو، غلاوو او ګډوډیو مخه ونيسي.
نوموړي ټينګار وکړ، چي کارونه په ګډه مخته یوسي، یو د بل سره همکاري وکړئ او د چارو د لا سمون په خاطر په مشورو او منظم پلان مخته ولاړ سئ.

وروسته د ولسواليو امنیه قوماندانانو او د حوزو یو شمېر آمرینو هم خبري وکړې، هغوی ډاډ وړاندي کړ، چي د خپلو خلګو، هیواد او خاوري ساتنه ورباندي فرض ده او په هر ډول قربانیو ورکولو ئې خدمت ته ولاړ دي. دوی د ولسي وګړو څخه غوښتنه وکړه، چي همکاري ورسره وکړي، ترڅو امنیتي کسان د ولس په همکاري د خپلو اړوند ساحو امنيت خوندي وساتي.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۸/۵