کندهار : نېښ کې دنهالانو کښېنولو مراسم ترسره شول

دا چي نېش ولسوالي د کندهار ولایت یو د لویو مهمو او زراعتي ولسوالیوو څخه شمېرل کیږي, نو په همدې خاطر د سولي بنیاد(Roots Of Peace) اینجو د (AMP) پروګرام په مرسته د نهال شانۍ مراسیم تر سره سوه. په دې مراسیمو کي د یادي ولسوالۍ د اسلامي امارت ولسوال صاحب, علماء کرامو, سپین ږیرو […]

دا چي نېش ولسوالي د کندهار ولایت یو د لویو مهمو او زراعتي ولسوالیوو څخه شمېرل کیږي, نو په همدې خاطر د سولي بنیاد(Roots Of Peace) اینجو د (AMP) پروګرام په مرسته د نهال شانۍ مراسیم تر سره سوه.
په دې مراسیمو کي د یادي ولسوالۍ د اسلامي امارت ولسوال صاحب, علماء کرامو, سپین ږیرو او بزګرانو د (AMP) پروګرام د مسولینو څخه مننه وکړه او د دوۍ څخه یې په دې برخه کي د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه .
ددې جلسې په جریان کي د 11600 په تعداد مېوه داري وني(بادام او انځر) د نېش ولسوالۍ په بېلابیلو کلیوو کي د زراعت د اصولو مطابق کښېنول سوه.
هېره دي نه وي چي تېر کال هم د(AMP) پروګرام په مرسته د نېش ولسوالۍ په مختلفو کلیو کي نهالان کښېنول سوي وه.