د نادعلي ولسوالۍ د زراعت په دفتر کي د نهال ایښودني لړۍ پیل سوه:

  نن د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا په ځانګړي هدایت او د یاد ریاست اړوند د نادعلي ولسوالۍ د مدیریت د مسلکي کارمندانو لخوا په نادعلي ولسوالۍ کي د زراعت د نوي دفتر د چاپیریال د سمسورتیا په موخه د نیالګیو ایښودنې لړۍ […]

 

نن د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا په ځانګړي هدایت او د یاد ریاست اړوند د نادعلي ولسوالۍ د مدیریت د مسلکي کارمندانو لخوا په نادعلي ولسوالۍ کي د زراعت د نوي دفتر د چاپیریال د سمسورتیا په موخه د نیالګیو ایښودنې لړۍ پیل سوه.

 

د نادعلي ولسوالۍ د زراعت د مسؤل مولوي باران(مبرور) په وینا چي یاد دفتر څه موده وړاندي نوی جوړ سوی ؤ او تر دا مهاله نیالګي نه وه پکښي ایښودل سوي چي اوس مهال یې د نوي نیالګیو د ایښودلو لړۍ راپیل سوې ده.

 

د یادو مسؤلینو په وینا چې په یاد دفتر کې به شاوخوا (۴۰۰) اصله میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کښینوي او هم به یې ساتنه په دوامداره توګه کوي.

 

نیالګي چې د الله تعالی یو ستر نعمت دی د اکسیجن په تولید، د کاربن ډای اکسایډ په جذبولو، د هوا په پاکوالي، د طبیعت په ښکلا او سمسورتیا، د سیلابونو په مخنیوي، د خاوري په ساتني او د تودوخي په ټیټوالي کي مهم رول لوبوي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۸ هـ ق