نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالحی “سباوون”، د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، د باختر خبري آژانس عمومي مدیر ښاغلي عبدالباقي “همت” او د توریستي شرکتونو ګڼو استازو ګډون درلود. ناستې ته لومړی د توریستي شرکتونو استازو خپلمنځي شخصي، قراردادي، سفري، ننداریزې او نورې بیلا […]
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالحی “سباوون”، د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، د باختر خبري آژانس عمومي مدیر ښاغلي عبدالباقي “همت” او د توریستي شرکتونو ګڼو استازو ګډون درلود.
ناستې ته لومړی د توریستي شرکتونو استازو خپلمنځي شخصي، قراردادي، سفري، ننداریزې او نورې بیلا بېلې ستونزې واورولې او د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه د یادو ستونزو د حل او له منځه وړلو غوښتونکي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالحی “سباوون” د توریستي شرکتونو استازو ته له ښه راغلاست سره سم د دوی هر اړخیزې ستونزې واوریدې.
ښاغلي “سباوون” د توریستي شرکتونو لپاره د ټولنې (اتحادیې) او د ټولنې لپاره د رئیس په توګه د یو وړ کس پر ټاکلو باندې ټینګار وکړل، ده په فراه ولایت کې د ټولو توریستي شرکتونو استازو ته د یووالي او کرکې له منځه وړلو په پار لازمې لارښوونې وړاندې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.