نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ماخستن شاوخوا ۸ بجې د ناوې ولسوالۍ اړوند د تریخ ناور په سیمه کي د وسله والو کسانو د ډزو په نتیجه کي ۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل. په دغه ۳ کسانو کي د عبدالستار او جانان په نامه دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن زخمي سوي. […]
نن ماخستن شاوخوا ۸ بجې د ناوې ولسوالۍ اړوند د تریخ ناور په سیمه کي د وسله والو کسانو د ډزو په نتیجه کي ۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل.
په دغه ۳ کسانو کي د عبدالستار او جانان په نامه دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن زخمي سوي.
یاد کسان د مسؤلینو له لوري د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته راوړل سوي.
پېښه د تریخ ناور په سیمه کي هغه مهال رامنځته سوه چي څو تنه وسله والو کسانو په یوې کوټي کي پر ناستو کسانو ډزي وکړې.
د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي دغه وژل سوي کسان د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وه او د تریخ ناور دودیزي مېلې ته د دوکاندارۍ لپاره تللي وه، ماخستن د خپلو خپلوانو په کوټې کي ناست وه چي د نامعلومو کسانو له لوري پرې ډزي وسوې.
د یادوني وړ ده چي د هلمند والي د مرستیال حزب الله مولوي صاحب له لوري د وژل سوو کسانو کورنیو ته د نغدي مرستي د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړل سوو چي د یادي پیښي عاملین به نيسي او شریعي قوانین به ورباندي تطبیقوي.
د یادي پیښي د څرنګوالي او څېړني په موخه د مسؤلینو له لوري جدي پلټني رواني دي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.