نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دوشنبه د فراه ښار اړوند د مهاجر اباد کلي د الازهر له دینې مدرسې څخه پنځه ویشت (۲۵) تنه طالب العلمو حافظانو او قاریانو د ویاړ بګړۍ پر سر او د فراغت سند یې تر لاسه کړل. یادې فراغت غونډې ته د فراه ولایت د نظامي او ملکي مسؤلینو په ګډون، ګڼ شمیر علماء […]
دوشنبه د فراه ښار اړوند د مهاجر اباد کلي د الازهر له دینې مدرسې څخه پنځه ویشت (۲۵) تنه طالب العلمو حافظانو او قاریانو د ویاړ بګړۍ پر سر او د فراغت سند یې تر لاسه کړل.
یادې فراغت غونډې ته د فراه ولایت د نظامي او ملکي مسؤلینو په ګډون، ګڼ شمیر علماء کرام، سپین ږیري، خبریالان او ځوانان هم راغلي وو.
د الازهر دینې مدرسې مسؤل ښاغلي مفتي صاحب محمد دواد “محمدي” فارغ شویو حافظانو، قاریانو او د دوی پتمنو کورنیو ته د بګړۍ تړلو او فراغت مبارکۍ ترڅنګ له ټولو پلرونو څخه وغوښتل، چې تاسو د اولادونو د زده کړې او سالمې روزنې مسؤلین یاست، د دې لپاره چې اولادونه مو سالمه روزنه تر لاسه کړي، نو اړ یاست چې خپل اولادونه مو دینې مدرسو ته ولېږئ.
د یادونې وړ ده، چې یاده دینې مدرسه شاوخوا شپږ کاله کېږي، چې درنو هیوادوالو ته په دي برخه کې خپلې ګړندۍ کړنې ترسره کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.