د مالېې وزارت معين په خپل سفر کې د فراه ولایت له ځينو مسولينو سره وليده!

  د باختر آژانس د يو خبر له مخې،تيره ورځ فراه ولايت ته د مالېې وزارت معين حاجي محمدناصر صاحب په خپل سفر کې د همدې ولايت مقام مرستيال مولوي عبدالکريم جهاديار ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌دهمدي ولایت مستوفي مولوي عتيق الله خالد او ده ولايت مالي جامي صاحب سره وليدل. په هغه ناسته کې چې د ولايت مقام […]

 

د باختر آژانس د يو خبر له مخې،تيره ورځ فراه ولايت ته د مالېې وزارت معين حاجي محمدناصر صاحب په خپل سفر کې د همدې ولايت مقام مرستيال مولوي عبدالکريم جهاديار ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌دهمدي ولایت مستوفي مولوي عتيق الله خالد او ده ولايت مالي جامي صاحب سره وليدل.

په هغه ناسته کې چې د ولايت مقام مرستيال په دفتر کې ترسره شوه، په پیل کې مرستیال والي د مالیې وزارت معين ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: هر هغه چارواکی چې له مرکز څخه په رسمي ډول همدلته راځي، دوی ته انرژي ورکوي او خپلو کارونو ته لا زیاته پاملرنه کوي.
وروسته بيا په دغه ناسته کې د مالیې وزارت معين د مرکز د لارښوونو په پام کې نیولو سره وویل: د فراه مرکز او ولسوالیو کې د عوايدو ده راټولو لپاره باید وړ او آمين کسان وګمارل سي،
ښاغلې معين زیاته کړه، د فراه د محلي ادارې رهبري باید د مرکز له لارښوونو سره سم د دې ولایت په ولسوالیو کې د عوایدو د ښه راټولولو او لوړولو لپاره پوه او تجربه لرونکي مجاهدین وګماري.
هغه همداراز زياته کړه چې د دغو کسانو په استخدام کې بايد پوره غور وشي، ځکه چې صادق او تجربه لرونکي خلک دي چې یوازې کولی شي عواید په ښه توګه راټول کړي.

له بلې خوا د فراه ولايت مستوفي وويل؛ چې د دغه ولايت د عوايدو په راټولولو کې کومه ننګونه نشته او دوى توانېدلي چې د تېر په پرتله د عوايدو ګراف لوړ کړي چي خوشبختانه ده فراه ولايت په عوايدو کي 56 پنځوس سلنه زيات والی راغلی