نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د حاجي امین اکا شېله سیمه کي نن غرمه دولس ۱۲ بجې یو ملکي وګړی حمیدالله ولد حاجي نوګل چي ۲۱ کاله عمر یې درلودی او دګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی وو د ماین د انفجار له امله ژوبل سو.او یوه پښه یې ماته سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي […]
دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د حاجي امین اکا شېله سیمه کي نن غرمه دولس ۱۲ بجې یو ملکي وګړی حمیدالله ولد حاجي نوګل چي ۲۱ کاله عمر یې درلودی او دګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی وو د ماین د انفجار له امله ژوبل سو.او یوه پښه یې ماته سوه.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد کس په سیمه کي پیاده روان وو چي ناڅاپه یو پخواني ښخ کړل سوي ماین ورباندي انفجار وکړ.
دیادولو ده چي هېواد کي ناچاوده توکي او ماینونه ځای پر ځای اوس هم پاته دي.چي کله کله د هېوادوالو ژوند د خطر سره مخ کوي.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.