نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
(۵) ۱۴۴۳/۷/۵ د یادې څلور کسېزې هیئتي ډلې غړي، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي مولوي صاحب محمد عوض “سعید”، په مشرۍ د دې ولایت د ځینو ادارو ( د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، رئیس حاجي مولوي صاحب عبدالغفار “رحماني”، پوهنې ریاست رئیس مولوي صاحب اختر محمد “زعیم” او ښاري […]
(۵) ۱۴۴۳/۷/۵
د یادې څلور کسېزې هیئتي ډلې غړي، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي مولوي صاحب محمد عوض “سعید”، په مشرۍ د دې ولایت د ځینو ادارو ( د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، رئیس حاجي مولوي صاحب عبدالغفار “رحماني”، پوهنې ریاست رئیس مولوي صاحب اختر محمد “زعیم” او ښاري محکمې قاضي مولوي صاحب قیام الدین) له درنو استازو څخه جوړه او ټاکلې شوې ده، نن غرمه د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم او لارښوونې پر بنسټ د فراه امنیه قوماندانۍ له عمومي بندخونې څخه د څار، کتنې، ارزونې، د شته ستونزو د څېړني او حل لارو چارو پیدا کولو په موخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې هیئتې ډلې سرلارې او د ولایت مقام ځانګړي استازي ښاغلي مولوي صاحب محمد عوض “سعید”، باختر خبري آژانس ته وویل؛ چې د ا.ا.ا د ښاغلي امیرالمؤمنین د لارښوونې اړوند، په هر ولایت کې څلور کسېزه هیئتې ډله په دنده ګمارله شوې، چې دوی به هره یوه په خپل اړوند ولایت کې له عمومي بندخونو څخه د څارنې، کتنې، ارزونې، کنټرول، د بندیانو د دوسیو د کتلو، روغتیایې، حقوقي، خوراکي، ښوونیزو، روزنیزو، او نورو هر اړخېزو حالاتو معلومولو او سپړلو لپاره کار کوي، چې په دي لړ کې موږ یوازې د فراه ولایت د عمومي بندخونې لپاره په دنده ګمارل شوي یو، ترڅو یې په اړه هر اړخېزه څیړنه وکړو، کله چې په بندخونو کې د ستونزو او ننګونو په لاسته راوړلو او څپړلو باندې بریالي شوه بیا یې له کره شواهدو سره په یو راپور کې تر ریاست الوزرا پورې رسوو.
ښاغلي سعید د فراه عمومي بندخونې، د مسؤلینو او بندیانو د هر ډول حقوقي، روغتیایې او اصولي حالاتو ډاډ ورکړل، ده زیاته کړه، چې موږ په نننۍ هیئتې کې د بندخونې ټولې برخې وڅيړلې، چې الحمدالله په داسې څه ونه توانیدو، چې هغه ګواښوونکي او خطرناک وي.
ده یوازې د ځینو وړو ستونزو د شتون یادونه وکړه، وې ویل، چې په بندخونه کې یوازې داسې بندیان شتون لري، چې تراوسه یې دوسیې نه دي ترتیب شوې او موږ یې مسؤلینو ته د ترتیب او چمتو کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړي.
بل خوا د عمومي بند خونې مسؤل ملا لعل محمد “ذاکري” هم د دې بندخونې د پوره امنیت، څارنې، ښه سلوک، روغتیایې اسانتیاوو، پاک چاپیریال، ښوونې او روزنې په اړه پوره ډاډ ورکړل او وې ویل، چې موږ د ریاست او قاضیانو د لارښوونو اړوند کړنې ترسره کوو، چې تراوسه پورې هیچا ته د دې اجازه نه ده ورکړله شوې، چې هغه دي له قانون او شریعت سره په ټکر کې وي.
د یادونې وړ ده، چې د فراه ولایت په عمومي بندخونه کې ټولټال ۱۵۶ نارینه، ۴ ښځینه او ۱۴ تنه کم عمره (ماشومان) بندیان شتون، چې د جنایي جرمونو، وژنو، غلاوو، پورونو او نورو ناوړه او غیري قانوني کړنو په تور نیول شوي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.