ګرشک ولسوالۍ کې یو تن د شخصي خصومت له امله ژوبل شو

  تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ نهه نیمي بجې دهلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې دبشیراحمد په نوم یو تن ملکي وګړی د شخصي خصومت له امله ژوبل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس د ګرشک ولسوالۍ څخه خبرراکوي چې تېره شپه ماخستن مهال درې نفره چې د بشیراحمد سره یې شخصي خصومت درلودی د نوموړي کورته ورغلي دي […]

 

تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ نهه نیمي بجې دهلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې دبشیراحمد په نوم یو تن ملکي وګړی د شخصي خصومت له امله ژوبل سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس د ګرشک ولسوالۍ څخه خبرراکوي چې تېره شپه ماخستن مهال درې نفره چې د بشیراحمد سره یې شخصي خصومت درلودی د نوموړي کورته ورغلي دي او هغه یې پر پښه ویشتلی او زخمي کړی دی.
د اشرف په نوم د بریدکونکو یو تن د مسئولینو له خوا نیول سوی او په دوه تنو نورو پسې پلټني رواني دي.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۴ هــ ق