نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۱۴۰۰/۱۱/۱۲ سه شنبه د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هیئت چې په رأس کې يې د یاد وزارت د جرګو او قبايلو د همغږۍ رئیس ښاغلی مولوي محمد اسماعیل، د تفتش رئیس ښاغلی ملا نیازمحمد، د سرحدونو د برسي ریاست مرستیال ښاغلی غلام نبي صافی د خپل کاري سفر په […]
۱۴۰۰/۱۱/۱۲ سه شنبه
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هیئت چې په رأس کې يې د یاد وزارت د جرګو او قبايلو د همغږۍ رئیس ښاغلی مولوي محمد اسماعیل، د تفتش رئیس ښاغلی ملا نیازمحمد، د سرحدونو د برسي ریاست مرستیال ښاغلی غلام نبي صافی د خپل کاري سفر په ترڅ کي د زابل ولايت د سرحدونو او قبایلو رياست څخه ليدنه وکړه.
د زابل د سرحدونو چارو رئیس سحر اخندزاده هيئت ته ښه راغلاست ووايه او د زابل د سرحدونو او قومونو اړوند يې معلومات وړاندي کړل. د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمد اسماعیل په خپلو خبرو کې وویل، چې د سرحدونو قبایلو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت پر اساس (۷) ولایتونوغزنی، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او هرات د سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو د برسي، د اداري چارو ارزیابي کولو، د قومونو او قبایلو سره د لیدلو او د هیواد د سرحدونو د هغو صفري نقطو څخه لیدنه يې مهم اهداف دي.
په خبره يې په دې رسمي سفر کې د دې تر څنګ د اړوندو ریاستونو د فعاليتونو د ارزيابي او چارو د ښه تنظيم په اړه هم کار کوي.
ښاغلی مولوي محمد اسماعیل زیاتوي چې د کوچیانو چارو د سمون اداره د وزیرانو شوراء د پريکړې پر اساس د سرحدونو او قبایلو وزارت په تشکيلاتو کي مدغميږي او دوئ به په دې سفر کي په دې برخه کي هم کار کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.