نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا چي د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت په موخه ټاکل سوي هيئت ددغه ولسواليو د نظارت چاري بشپړي کړې ورسره هم مهاله يې د هلمند ولايت مقام د هدايت په اساس د هري ولسوالۍ مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چي د مجاهدينو د اصلاح او روزني په موخه دوی ته درې ورځني سيمينارونه […]
دا چي د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت په موخه ټاکل سوي هيئت ددغه ولسواليو د نظارت چاري بشپړي کړې ورسره هم مهاله يې د هلمند ولايت مقام د هدايت په اساس د هري ولسوالۍ مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چي د مجاهدينو د اصلاح او روزني په موخه دوی ته درې ورځني سيمينارونه جوړ کړي نو په همدې اساس نن په مارجې ولسوالۍ کي د مجاهدينو د اصلاح او روزني په موخه جوړ سوی درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد. ددغه سيمينار اوله ورځ د يادي ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ کي په داسي حال کي پيل سوه چي پکښي ددغه ولسوالۍ ولسوال حاجي حسيني صاحب، امنيه قومندان قاري مسلم صاحب د استخباراتو مسؤل احمد صاحب ، د حوزو مسؤلينو، اوسېدونکو، علماء کرامو او مجاهدينو ګډون کړی وو د ياد سيمينار پيل د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې ديني علماء کرامو او مشرانو مجاهدينو ته اصلاحي بيانونه وکړه همداراز يې مجاهدينو ته د امراوو د اطاعت، بيت المال د ساتني او تقوا اړوند سپارښتني وکړې. د سيمينار دوهمه ورځ هم د حافظ مولوي محب الله (حقاني) لخوا د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت کولو سره پيل سوه وروسته شيخ مولوى ګل احمد لبيب صاحب د قوم پرستۍ د زيانونو په اړه مجاهدينو ته وينا وکړه، نوموړي مجاهدينو ته په خطاب کي وويل چي د قوم پرستۍ څخه ځان وساتۍ نړۍ بايد موږ او تاسي په دين سره وپېژني نه په قوم پرستۍ سره. تردې وروسته شيخ مولوي داد مولى صاحب د سيمينار ګډونوالو ته خپله وينا واورول، نوموړي د اسلامي نظام پر اهميت او ارزښت خبري وکړې، نوموړي وويل چي اسلامي نظام د الله تعالی یو عظيم نعمت دی چي موږ ته يې تحفه کړ نو پر موږ او تاسي فرض دي چي پخپل سر او مال ددغه نظام حفاظت وکړو. همداراز د مارجې ولسوالۍ امنيه قومندان قاري مسلم صاحب د صفونو د تصفیې کميسيون لايحه او طرزالعمل د سيمينار ګډونوالو ته بيان کړ، ورپسې شيخ مولوي عبدالمجيد صاحب د سيمينار ګډونوالو ته د تقوا او امانت دارۍ اړوند وينا وکړل. د سيمينار وروستۍ ورځ هم د معمول سره سم د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت پيل سوه ورپسې شيخ مولوي عبدالقدوس صاحب مجاهدين د ولس سره نيک چلند کولو ته وهڅول، همدارنګه يې مجاهدينو ته په خطاب کي وويل چي د خپل کړيدلي او زورېدلي ولس خدمت پر موږ او تاسي فرض دي، ددوی زړونه بايد خپل کړو او د ستونزو پروخت له دوی سره د هري ممکنه لاري مرسته وکړو. وروسته مفتي عبدالاحد صاحب تقرير وکړ، نوموړي مجاهدينو ته سپارښتنه وکړل چي د خپل هيواد د سرحداتو کلکه ساتنه وکړي ترڅو دوښمن مو پخپلو شومو اهدافو کي ناکام او ذليل سي. ورپسې شيخ الحدیث و التفسیر مولوي محمد اسماعيل صاحب بيان وکړ، ده مجاهدينو ته وويل چي هيڅکله په ناوړه او غيري قانوني کارونو کي د هيڅ کس هيڅ ډول مرسته ونکړئ. د غونډي په وروستيو کي ګڼو نورو ويناوالو لکه امربالمعروف استازي مولوي محمد ابراهیم عثماني، د استخباراتو استازي مولوي عبدالوارث صاحب او ګڼو نورو مشرانو مجاهدينو ته اصلاحي ويناوي وکړې. ياد درې ورځنی سيمينار په دعائيه وينا پای ته ورسېد
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۲ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.