د کندهار ټولګټو چارو رئیس په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه

    د یکشنبې په ورځ د کندهار ټولګټو چار رئیس ملا نعمت الله سراجي په مشرۍ د ټولګټو چارو په ریاست کښي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي ددې ریاست اړوند د ټولو برخو انجینرانو، مُدیرانو او کارکوونکو حضور درلود.   غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو […]

 

 

د یکشنبې په ورځ د کندهار ټولګټو چار رئیس ملا نعمت الله سراجي په مشرۍ د ټولګټو چارو په ریاست کښي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي ددې ریاست اړوند د ټولو برخو انجینرانو، مُدیرانو او کارکوونکو حضور درلود.

 

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، په پیل کي د همدې ریاست امام مولوي محمودالله لومړی غونډي ته هراړخیزه وینا وکړه.

 

وروسته د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ملا نعمت الله سراجي لومړی د اداري مجلس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو په پیل کي یې ورسره د شیخ.صاحب.حفظه.الله هدایت شریک کړ، ترڅو د ریاستونو ټول مامورین ریاستونو کي په ټاکل سوي امام پسي د جماعت لمونځ اداء کړي او وخت په وخت یې اصلاحي بیانونو کي ګډون وکړي.

 

تر هغه وروسته ملا نعمت الله سراجي ددې ریاست اړوند انجینرانو، مُدیرانو او کارکونکو ته د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا له لوري ورته سوي سپارښتني شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، په ټولو کارونو کي له علماوو څخه مشورې اخلئ، درسپارل سوی مسئولیت په سم ډول اداء کړئ، له نورو اړوندو ریاستونو سره پوره همږغي ساتئ او ټول هغه وسایل چي په واک کي درکول سوي په سم ډول یې وکاروئ.

 

همدا راز ښاغلي سراجي د کندهار ټولګټو چارو ریاست اړوند انجینرانو، مُدیرانو او کارکونکو ته د ټولګټو چارو وزارت له لوري سوي سپارښتني هم شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، د ریاست ټول کارکوونکي باید له یو بل سره همکاري وکړي، هغه ټول کارونه چي د نړیوال بانک سره تړلي دي او نیمګړي پاته دي باید په ګوته سي او ټول کارونه مو باید په ښه معیار وي.

 

وروستو کي ملا نعمت الله سراجي هم  ددې ریاست اړوند انجینرانو، مُدیرانو او کارکونکو ته، باید پر وخت خپلو دندو ته راسئ، ټولو کارونو کي له دقت څخه کار واخلئ او یوشمېر نورو برخو کي سپارښتني ورته وکړې.

 

یکشنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۰