نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه ناسته نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست کي وسول،چي پکښې د بېلا ـ بېلو سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون درلود. په غونډه کي د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر نعمت الله همت د دې اتحادیې پر ارزښت او اهدافو خبري وکړې او زیاته یې کړه،چي اتحادیه یې په دې موخه د […]
دغه ناسته نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست کي وسول،چي پکښې د بېلا ـ بېلو سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون درلود.
په غونډه کي د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر نعمت الله همت د دې اتحادیې پر ارزښت او اهدافو خبري وکړې او زیاته یې کړه،چي اتحادیه یې په دې موخه د بیا ځل لپاره فعاله کړه ترڅو خبریالان یو معلوم ادرس ولري او په راتلونکي کي د دوی او رسنیو پر وړاندي پرتې ستونزي د اسلامي امارت د مسوولینو سره شریک کړي.
نوموړی وایي، د ژورنالیستانو د خوندیتوب په موخه هلمند کي د کمېټې مسوول هم ټاکل سوی،چي نوموړی به د اتحادیې سره په ګډه د خبریالانو پر وړاندي ستونزو ته رسیدګي کوي. دغه راز حافظ احمد نصرت او غلام نبي اکمل د خپل خبرو پر مهال باختر آژانس ته وویل؛ په دې ولایت کي ټولي رسنۍ او خبریالان د اسلامي امارت د پالیسۍ او اوصولو مطابق نشرات او فعالیت کوي.
دوی وایي، ټولي رسنۍ اوس د اقتصادي مشکلاتو او د مالي ملاتړ د نشتون سره مخ دي ،چي په وینا یي که دولت د رسنیو سره د مالي ملاتړ په برخه کي همکاري او ورته پاملرنه ونه کړي راتلونکي کي به ټولي رسنۍ خپل فعالیت بند کړي.
نوموړو غوښتنه کول ،چي اسلامي امارت دي د دولتي اورګانو اعلانات ټولو سیمه ییزو رسنیو ته په مساوي او عادلانه توګه ورکړي، د برېښنا په بیل کي دي کمښت ورته راولي او د خبریالانو سره دي د اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کي همکاري وسي.
پر ورته مهال یوشمېر نورو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو هم خپل وړاندیزونه او ستونزي شریکي کړې او په دې برخه کي د اسلامي امارت هیله وکړه،چي د خبریالانو ساتني او خوندیتوب ته دي پاملرنه وکړي.
د باختر آژانس مدیر مولوي بخت محمد مزمل بیا له خبریالانو وغوښتل چي د خبرنو د خپرېدا پرمهال دي د باختر آژانس خبرونه د یاد آژانس له ادرسه او نوم سره یو ځای نشره وي.
د اطلاعاتو آمر مولوي محمد قاسم ریاض د اتحادیې پر جوړښت او بیا فعالیدو د خوښۍ ترڅنګ وویل، ټولي رسنۍ دي د اسلامي امارت د پالیسۍ او اوصولو مطابق نشرات او فعالیت کوي ،چي په وینا د دوی لخوا به ورسته هیڅ ستونزي نه وي بلکي پوره به ورسره همکاره وي.
په ورستیو کي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشید د ټولو خبریالانو ستونزي او غوښتني واورېدې او د حل په برخه کي بشپړ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، چي خصوصي رسنیو ته د اعلاناتو د ورکړي په اړه یي د ولایتي ادارې او د یوشمېر مؤسسو سره خبري کړي ،چي په خبره یې د برېښنا ریاست د مسوولینو سره به هم موضوع شریکه کړي څو رسنیو ته د برېښنا په لګښت کي کموالی راولي.
دغه راز یي زیاته کړه،چي اطلاعاتو ته د لاس رسي به برخه کي به هم پوره هلي ځلي کوي.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۷ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.