نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ‹‹امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبت الله اخندزاده حفظه الله›› په ځانګړې لارښوونه کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا پنځلس ورځي وړاندي د کندهار ټولو «۱۹» ولسوالیو «میوند، کښته میوند، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب، تختهپُل، دامان، سپینبولدک، ریګستان، ښورابک، ارغستان، نېش، میانشین، غورک، لوړشاوليکوټ، کښته شاوليکوټ، معروف، خاکرېز او ډنډ» ته سفرونه پيل کړل، چي […]
د ‹‹امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبت الله اخندزاده حفظه الله›› په ځانګړې لارښوونه کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا پنځلس ورځي وړاندي د کندهار ټولو «۱۹» ولسوالیو «میوند، کښته میوند، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب، تختهپُل، دامان، سپینبولدک، ریګستان، ښورابک، ارغستان، نېش، میانشین، غورک، لوړشاوليکوټ، کښته شاوليکوټ، معروف، خاکرېز او ډنډ» ته سفرونه پيل کړل، چي د شیخ.صاحب.حفظهالله ځانګړي استازي مولوي نورالحق انور صاحب، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام صاحب او یوشمېر نورو علماوو یې ملتیا کوله او د تیري سې شنبې په ورځ یې یاد سفرونه په بریالۍ توګه پای ته ورسول.
د یادو سفرونو په لړ کي د شیخ.صاحب.حفظهالله ځانګړي استازي مولوي نورالحق انور صاحب د ټولو ولسوالیو له ملکي او نظامي مسئولینو ترڅنګ د ولسوالیو له علماوو، قومي مشرانو، سپينږیرو، مخورو، مجاهدینو او د ولسوالیو له اوسېدونکو سره د شیخ.صاحب.حفظهالله پيغام او ځانګړي سوي لارښووني شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه:
۱ـ علماء، سپينږیري، مخور او د ښه فکر خاوندان دي د حکومتولۍ په برخه کښي هر وخت مشورې راکوي او ټول مسئولین دي هم علماوو ته ورځي او هلته دي ورڅخه مشورې اخلي. ۲ـ علماء دي ولس د ا،ا،امارت سره همکاریو ته راوبولي او د امارت او ولس ترمنځ فاصلي دي لیري کړي. ۳ـ علماء د عامو خلګو د اصلاح په برخه کي مکلفیت لري او د هري برخي مسئولینو ته دي نیمګړتیاوي په ګوته کوي. ۴ـ علماء دي خپلمنځي اختلافات له منځه یوسي او ټول دي په ګډه د نظام د پرمختګ لپاره له مسئولینو سره کار وکړي. ۵ـ د ا،ا،امارت ټول مسئولین د همدې ملت خلګ دي نو باید ټول مسئولین د خلګو سره ښه، نرم او اخلاقي سلوک وکړي. ۶ـ مسئولین دي مجاهدین پوه کړي، ترڅو د ولس خدمت ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړي. ۷ـ مسئولین باید د خپلو ولسي خلګو په څېر عادي ژوند وکړي، هیڅکله د شهرت په لټه کي نه اوسي او هیڅکله باید د امتیازاتو غوښتنه ونه کړي. ۸ـ مسئولین دي له خپلي دندي څخه ناوړه ګټه نه اخلي. ۹ـ مجاهدین دي له خپلمنځیو اختلافاتو څخه ځان وساتئ؛ ځکه هر نظام چي ړنګ سوی دئ یوازینی لامل یې خپلمنځي اختلافات دي او هر مسئول او مجاهد دي ددې نظام ساتل خپل مهم اصل وبولي. ۱۰ـ مسئولین دي پر ولس هیڅکله ظلم نه کوي. ۱۱ـ د ا،ا،امارت مسئولینو ته د اصلاح په نیت او په ښه طریقه د دوی عیبونه ورپه ګوته کړئ، نه پر ممبر او یا هم د رسنیو له لاري. ۱۲ـ مسئولین دي خپل ملګري په ځانګړیو سمینارونو کي وروزي او علماوو ته دي یې ورولي او ټول هغه وسایل، چي په لاس کي یې لری، په سم ډول یې وکاروئ. ۱۳ـ مجاهدین دي پر اسبابو اعتماد نه کوي او نه دي هم په مغروره کیږئ تکیه پر الله ج وکړئ. ۱۴ـ ولس دي زموږ سره د نظام په ساتلو کي همکاري وکړي، هر ځای چي غلط کس ووینی نو موږ ته یې را په ګوته کړئ. ۱۵ـ ټول مسئولین او مجاهدین دي تل د الله ج ذکر کوي؛ ځکه په ذکر باندي د زړه سترګي روښانه کیږي د حق او باطل توپير په کیږي. ۱۶ـ دُعاګاني کوئ؛ ځکه په دُعاګانو باندي لوی ـ لوی مشکلات حل کیږي، تاسي موږ ته او موږ به تاسو ته دُعاوي کوو، موږ ستاسو دُعاوو ته تر تاسو ډېره اړتیا لرو.
له هغه وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی هري غونډي ته خپله ارزښتناکه وینا شریکوله، چي پکښي لومړی یې ټولو ته د ا،ا،امارت د بریا په موخه مبارکي وویله او له هغه وروسته یې د ټولو ولسوالیو له اوسېدونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په افغانستان کي یې د ا،امارت د حاکم کېدو په برخه کي زیاتي قربانۍ ورکړې او مهم رول یې پکښي اداء کړ او د مسئولینو او د ولسوالیو له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو تر شل کلني مبارزې وروسته د ا،ا،امارت له مسئولینو سره ددې نظام په ساتلو او پرمختګ کي هم ګډ کار وکړي. کندهار والي په خپلو خبرو کي د ټولو ولسوالیو نظامي او ملکي مسئولینو ته په لاندنیو برخو کي سپارښتني وکړې:
۱ـ د شیخ.صاحب.حفظهالله د عفوي احترام وکړئ او عملي یې کړئ. ۲ـ مسئولین او مجاهدین دي په هرډول کارونو کي له علماوو څخه مشورې اخلي، علماء دي پرځان حاکمان کړي، د هغوی احترام دي ساتي او هلته دي ورځي دوی دي نه راغواړي. ۳ـ مسئولین او مجاهدین دي شپه او ورځ ددې ځورېدلي ولس خدمت وکړي. ۴ـ مسئولین او مجاهدین دي ددې نظام په ساتلو کي د علماوو سره ګډ کار وکړي. ۵ـ ټول مسئولین او مجاهدین دي ددې نظام اُصول پر ځان تطبیق کړي؛ ځکه اُصول تر هرچا لوړ دي. ۶ـ هر مسئول او مجاهد موږ ته مقبول دئ، که یو ملګری لری او که دوه ملګري لري، که پنځه او یا هم نور ولري، ته نه یې مکلف، چي د اُطاق ملګري زیات کړې، چي بیا نو فاسقان او فاجران د ځان ملګري کوې او د اُطاق ملګري زیاتوې، هیڅ ضرورت ته دې ته نه لرې، ځکه ته نه د شریعت لخوا څخه مکلف یې او نه د امارت لخوا څخه مکلف یې، نو باید محترمو خپل صف ته توجه ولرئ او غلط اشخاص پکښي ځای پرځای نه کړئ. هغه خلګ چي پرون دا کړېدلی ولس ورڅخه په تکلیف وو، که نن بیا ستاسره یوځای سي او موټر کي درسره سپور وي، دا ددې خوږمنو خلګو پر زړونو مالګي شیندل دي. ۷ـ په خپلو اُطاقونو کښي امامان ودروئ، ترڅو مجاهدینو ته اصلاحي بیانونه وکړي. ۸ـ هیڅ مسئول کس او مجاهد دي په ودونو کښي ټکان نه کوي. ۹ـ ټول مسئولین او مجاهدین دي د بیتالمال ساتنه وکړي. ۱۰ـ څنګه چي مو د اشغال پر وړاندي په یوه اتفاق سره مبارزه وکړه، نو اوس په کار داده، ترڅو ددې نظام او هیواد د پرمختګ او ساتلو لپاره ټول هیوادوال په ګډه کار وکړو، مخکي مو خپله وینه تویوله اوس په کار داده، چي خوله توی کړو، د ولس په خدمت کي ځانونه ستړي کړو.
ښاغلي وفا د هري ولسوالۍ د مسئولینو ترڅنګ د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزي په جلا ـ جلا توګه اورېدلې او عرایض یې اړوندو ادارو ته احکام کړې او ددې ترڅنګ یې له ټولو سره نغدي مرسته هم وکړه.
پنجشنبه: ۱۳۴۳/۶/۱۷
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.