غزني ولايت د حج اوقافو ریاست د ارشاد له خوا په رباط سيمه کې په ميلاد نبوي جامع جومات  کې غونډه تر سره شوه

غزنی :   نن ورځ چهارشنبه  د مفتي( مبــرور) صیب  ترمشرۍ لاندي د حج عمومي مدير: مفتي حمد الله دانشمند، د تعلیماتو مدير، محترم مولوي عبد الواسع اغا، او اجرائيه مدير، مولوي نور احمد “انس” اغا  په ګډون مل پلاوې رباط سېمي ته تللي ول غونډه د قران کریم په ایاتونو پېل اوله هغه وروسته […]

غزنی :

 

نن ورځ چهارشنبه  د مفتي( مبــرور) صیب  ترمشرۍ لاندي د حج عمومي مدير: مفتي حمد الله دانشمند، د تعلیماتو مدير، محترم مولوي عبد الواسع اغا، او اجرائيه مدير، مولوي نور احمد “انس” اغا  په ګډون مل پلاوې رباط سېمي ته تللي ول

غونډه د قران کریم په ایاتونو پېل اوله هغه وروسته محترم آمیر په یو لړ موضوعاتو خبرې وڪړي. او زياته يې کړه، چې (علماء ڪرام )  پردو هيوادونو ته فرارڪونکو ته د خپل هيواد په خدمت کولو او جوړولو د توصیو ترڅنګ وهڅوې چې روزي ورکونکی الله ﷻ  دی او تاسو په پردي هيوادونو کې خصوصاً کفري هیوادونو کې قدر نشته دی. بايد خپلې وړتياوې د خپل هيواد په بيا رغونه او مظلوم ملت ته خدمت کې ولګوئ.

او د مشرتابه په هدایت باید د امير المؤمنين حفظه الله تعالی نوم په خطبو کې ذکــر شي، اذانونه او لمنځونه باید د یاد ولایت د رياست له لوري له ترتيب شوي جدول سره  سم اداء کړئ.

اوباید د تفسير، حديث، عقيدې، او فقهي مسائلو درسونه څخه خپل مقتدیان له یاده ونه باسئ.

 

په پای کې يو لړ جدولونه ملا امامانو ته توزيع شول، غونډه له پلان سره سم په دعا سره پای ته ورسېده.

 

۱۴۴۳/۶/۱۶

۱۴۰۰/۱۰/۲۹