نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو لپاره ټاکل سوي ګډ هیئت چي د ګڼو ریاستونو له استازو څخه تشکیل سوی تېره ورځ یې د ناوې ولسوالۍ د نظارت او ارزوني چاري بشپړي کړې. یاد هیئت نن په ناوې ولسوالۍ کي له قاضیانو سره مجلس وکړ او د زندانیانو دوسیې یې […]
د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو لپاره ټاکل سوي ګډ هیئت چي د ګڼو ریاستونو له استازو څخه تشکیل سوی تېره ورځ یې د ناوې ولسوالۍ د نظارت او ارزوني چاري بشپړي کړې.
یاد هیئت نن په ناوې ولسوالۍ کي له قاضیانو سره مجلس وکړ او د زندانیانو دوسیې یې وڅېړلې، همدارنګه یې د دارالعلوم حقانیې مدرسې څخه هم لیدنه وکړل او ددغه مدرسې د مسؤلینو او طلباءکرامو ستونزي او غوښتني یې واورېدلې او دوی ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاد هیئت د ناوې ولسوالۍ له روغتون څخه د لیدني په ترڅ کي ددغه روغتون له مسؤلینو او ډاکټرانو سره ولیدل او د روغتون د ستونزو او اړتیاوو اړوند یې ددوی خبري وارېدلې همدارنګه یې په روغتون کي د ناروغانو سره هم خبري وکړې او د ډاکټرانو د چلند او په یاد روغتیایي مرکز کي یې د شته ستونزو په اړه له دوی پوښتني وکړې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چي ټولي ستونزي او غوښتني به یې تر اړونده ادارو پوري ورسوي. د یادوني وړ ده چي یاد پلاوي د ناوې د نظارت تر بشپړېدو وروسته مارجې ولسوالۍ ته د نظارت په موخه سفر پیل کړ.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.