نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه مرسته پرون د چهار شنبې په ورځ دهلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د IOM او دا کار مؤسسې په مالي ملاتړ د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست په همکارۍد ۱۲۸ کورنیو سره د غیري خوراکي توکو مرسته ترسره شوه د مرستي د ویش پر مهال د […]
دغه مرسته پرون د چهار شنبې په ورځ دهلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د IOM او دا کار مؤسسې په مالي ملاتړ د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست په همکارۍد ۱۲۸ کورنیو سره د غیري خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
د مرستي د ویش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست استازو، موسساتو مسولینو، استخباراتو مسولینو، د موسی قلعه ولسوالۍ استازو ګډون درلود. په یادي مرستي کې یو د اشپز خانې کیټ، صحي کیټ، ۸ معلول کسانو ته چوکۍ، درې شړۍ او د سرپنا لپاره یو دانه د شلټر کیټ شامل وه، وویشل شوه
د موسی قلعه ولسوالۍ اوسیدونکو د دې مرستي د ویش پر مهال خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې بېوزلي او بې کاري په هیواد کې لویي ستونزې دي ؛ دوی همدا راز له هلمندي سوداګرو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل څو په یاد ولایت او ولسوالۍ کې د بېوزله هیوادوالو لاسنیوی و کړي.
د یادوني وړ ده چې د یادو موسیساتو مسولینو ژمنه وکړه چې راتلونکې کې به هم د جګړه ځپلو او بېوزله کورنیو سره ورته مرستې ترسره کړي.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.