د زابل د نوبهار ولسوالي ولسوال د کندهار ولایت د سپین بولدک په مربوطاتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو وارثینو ته جایزه او نغدي مرسته ورکړل شوه

زابل: د زابل د نوبهار ولسوالي ولسوال د کندهار ولایت د سپین بولدک په مربوطاتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو وارثینو ته جایزه او نغدي مرسته ورکړل شوه یاده غونډه د زابل ولایت دنوبهار ولسوالۍ د ولسوال مولوي محمد وصیل (مصلح) په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پر مهال يې د […]

زابل:
د زابل د نوبهار ولسوالي ولسوال د کندهار ولایت د سپین بولدک په مربوطاتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو وارثینو ته جایزه او نغدي مرسته ورکړل شوه

یاده غونډه د زابل ولایت دنوبهار ولسوالۍ د ولسوال مولوي محمد وصیل (مصلح) په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پر مهال يې د اړوندې ډلګۍ د شهیدانو وارثینو او عامو خلګو ګډون درلود.

په پیل کې مولوي محمد وصیل (مصلح) د شهیدانو وارثینو ته په خطاب کې وویل تاسو دا.ا.ا ته وفادار خلګ یاست، د الله ج په امتحان کې داسې کامیاب شوي یاست، تاسو د ا.ا.ا سرمایه یاست او دغه نظام ستاسو د قربانیو په نتیجه کې ګټل شوی دی.

وروسته د شهیدانو وارثینو ته چې (۳۴) تنه وو جایزې او نغدي مرسته ورکړل شوه، د شهیدانو وارثینو د ا.ا.ا څخه مننه وکړه، او په دائمي توګه یې په اسلامي امارت کې د خدمت کولو ژمنه وکړه، او زیاته یې کړه چې داسې غونډې جوړول په دوی باندې د اسلامي امارت له لوري يو شفقت دی او دوی یې منندوی دي.