د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته پلاوي په سنګین ولسوالۍ کي د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې

د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته پلاوي په سنګین ولسوالۍ کي د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې دغه ټاکل سوی پلاوی چي مشري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او په ترکيب کي يې د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، […]

د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته پلاوي په سنګین ولسوالۍ کي د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې

دغه ټاکل سوی پلاوی چي مشري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او په ترکيب کي يې د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، مرافعه محکمې، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امربالمعروف رياست، دلښکرګاه ښاروالی اود محابسو ادارې استازي شامل دي، دتېرو دوو ورځو په جریان کي دسنګين ولسوالۍ د دوهم ځل نظارت چاري ترسره کړې.

د دغه پلاوي لخوا لومړی د يادي ولسوالۍ اړوند محبس څخه لیدنه وسوه اوهلته یې له نږدې د بندیانو سره دهغوی دحبس د عواملو او د هغوی سره دمحبس دمسؤلینو دچلند په هکله خبري وکړې، همدارنګه دهیئت لخوا زندانیانو ته ډاډ ورکړل سو چي د هغوی دوسیو ته به پر وخت رسېده ګي کیږي او په عادلانه توګه به د دوی قضیې حل او فصل کیږي.

ورپسې دغه پلاوي دسنګین د بېلابیلو سیمو دقومي مشرانو، ديني عالمانو، ځايي مسؤلينو او مجاهدينو سره د جلاجلا مجلسونو د ترسره کولو ترڅنګ د پوزې د(سي ایچ سي) روغتیایي مرکز اومنصوري مدرسې څخه هم لیدنه وکړه او دهغوی یوشمېر ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه یې واورېدل.
چي په پایله کي یې دعامو خلګو یو شمېر ستونزي هم هلته حل اوفصل کړې او پاته نوري به يې دحل په موخه د ولايت مقام او عالي ادارې سره شريکي کړي.

دغه ډول د پلاوي لخوا دسنګین ولسوالۍ اړوند ټولو نظامي مسؤلینو اومجاهدینو ته جدي سپارښتنه وسوه چي په خپلو لیکو کي هغه غیر مطلوب فاسد او ناوړه اشخاص پرېنږدي چي جرمي سابقه ولري.
همداراز د هیئت لخوا د ځایي مسؤلینو سره دیادي ولسوالۍ اړوند ستونزو دهواري په موخه مجلس ترسره سو او دولایت مقام د هدایت په اساس مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه ترڅو ټولو مجاهدینو ته د شیخانو او عالمانو په واسطه دوه ورځنی سیمینار جوړ او ورته اصلاحي بیانونه وسي

نېټه؛ ۱۴۴۳/۵/۷ هــ ق