فراه ولایت کې والي صاحب له ګڼ شمېر علماؤ سره ولیدل

د فراه ولایت له ګڼو علماؤ کرامو سره د والي ناسته او د علماؤ اړوند د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ صاحب هیبت الله اخندذاده حفظه الله دي ولایت ته د سفر د لنډو ټکو او لارښوونو بیان کړی شوي د فراه ولایت له ګڼو علماؤ کرامو سره د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب […]

د فراه ولایت له ګڼو علماؤ کرامو سره د والي ناسته او د علماؤ اړوند د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ صاحب هیبت الله اخندذاده حفظه الله دي ولایت ته د سفر د لنډو ټکو او لارښوونو بیان کړی شوي

د فراه ولایت له ګڼو علماؤ کرامو سره د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب ګډه ناسته او د علماء کرامو اړوند د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ صاحب هیبت الله اخندذاده حفظه الله دي ولایت ته د سفر لنډو ټکو او لارښوونو په اړه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په غونډه کې د فراه ولایت والي ښاغلي “روحاني” صاحب، مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار”، د بیلا بېلو ریاستونو رئیسانو، امنیه قوماندان، د مدرسو دیني عالمانو او خبریالانو ګډون درلود.

غونډه لومړی د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د علماؤ کرامو له خوا د ځینو شته ستونزو او ننګونو یادونه وشوه، دوی وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت ټولې دروازې باید زموږ په مخکي خلاصوي، موږ ته باید د ملاقات نوبت راکړل شي، زموږ مدرسې باید په لیست کې ونیولې شي، ترڅو له مدرسو او استادانو سره په هره برخه کې مرسته او همکاري وشي، دوی همدارنګه زیاته کړه، چې په تیر دولت کې زموږ مدرسې ستاسو پټنځایونه او ځالې نومولې کيدلې، ولي اوس ستاسو پاملرنه ورته کمه تر سترګو کېږي

د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب ټولو ګډونوالو او علماء کرامو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې زموږ دروازې د تل او تل لپاره ستاسو په مخکي خلاصي دي، که تاسو یاست او یا هم نور
خلک، باید د ملاقات او نوبت لپاره زموږ له رابط سره په اړیکه کې شئ، لومړی باید نوبت واخيستل شي، موږ د هیچا پر وړاندې لاره نه بندو، موږ تل د دې خلکو د ساتنې او چوپړ لپاره کار کو.

ښاغلي روحاني صاحب همدارنګه ټولو علماء کرامو ته د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ صاحب هیبت الله اخندذاده حفظه الله دي ولایت ته د سفر لنډ ټکي او لارښوونې داسې بیان کړې:

علماء باید نظام خپل وبولي، په هره برخه کې همکاري وکړي، تاسو علماء مه را غواړئ، بلکې په خپله دوی ته ورځئ، زموږ ډیری مشران او رهبران به علماء وي، دوی باید د دولت او ولس تر منځ د کړۍ او اړیکې په توګه واوسي، د والي په ګډون ټول مسؤلین باید له علماء کرامو څخه مشورې واخلي او ټول مسؤلین باید په ورکړل شویو دندو او مسؤلیتونو کې له پوره ایماندارۍ، هڅې او کوښښ څخه کار واخلي.