نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
غزنی: تیره ورځ (پنجشنبه، ۲/۶/ ۱۴۴۳ ه ق): د علماوو کرامو يوه مشورتي غونډه د ارشاد، حج او اوقافو د رياست په تالار کې د شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب تر سرپرستي لاندې تر سره شوه. غونډې ته د مرکز او سيمې اهل التسنن او اهل التشيع علماء را بلل شوې وو. په غونډه […]
غزنی: تیره ورځ (پنجشنبه، ۲/۶/ ۱۴۴۳ ه ق): د علماوو کرامو يوه مشورتي غونډه د ارشاد، حج او اوقافو د رياست په تالار کې د شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب تر سرپرستي لاندې تر سره شوه. غونډې ته د مرکز او سيمې اهل التسنن او اهل التشيع علماء را بلل شوې وو. په غونډه کې د زيات شمېر ګډونوالو ګډون غونډې ته نوره ښکلا هم وربښلې وه. غونډه له معمول سره سم د قرآن کريم په مبارکو ايتونو سره پيل شوه. په لومړي پړاو کې د غزني ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست رئيس محترم شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب خپله ارزښتناکه وينا د غونډې برخوالو ته ور واوروله، زياته يې کړه، چې علماء کرام د همدې هېواد يوه نايابه پانګه ده، دعلماوو را غونډېدل يوه لازمه اړتيا ده، په اسلامي منبرونو دعلماوو کرامو غږونه د فکرې مبارزې په موخه بايد لوړ پاتې شي،د ټولو اسلامي ارزښتونو سرچينه نبوي منبر ده، په پای کې يې د غونډې برخوالو ته د امير المؤمنين هدايات واورول او ويې ويل، چې د هيواد کدرونه او مسلکي شخصيتونه بايد له هيواد نه پښې سپکې نه کړي، د هغوی دلته عزت شته، نه پره دي هيواد کې. په دوهم پړاو کې د غزني ولايت مرستيال والي محترم سيد حنيف (عباده) اغا د اسلامي امارت د حاکميت په تړاو خبرې وکړې، داسلامي امارت حاکميت يې د الله پاک يو ستر فضل وګاڼه، په هيواد کي يې د ولس په وحدت او يو والي ټينګار وکړ، هغه يې د افغانستان د ملت لپاره د اسلاميت او افغانيت نښه وګڼله، د خبرو په اوږدو کې زياته کړه، چې د اسلامي امارت مجاهدين دي د خپلو نېکو اسلافو تګلاره تعقيب کړي، د اسلامي امارت اساسي او بنيادي هدف د شريعت پلي کول دي او بس. په درېيم پړاو کې محترم مبرور صاحب وينا وکړه، د وينا په اوږدو کې يې د ولايت له لوري راغلي هدايت د غونډي له ګډونوالو سره شريک کړل، ويې ويل، چې د موټرو تورې هيندارې بايد سپيني کړل شي، د ادراو موټروانان دي د موټر چلولو جواز ليک تر لاسه کړي. هغه موټروانان چې د موټرانو له چلولو سره نا اشنا دي، د ترافيکو مديريت ته بايد ور وپېژندل شي، تر څو په قانوني بڼه د موټر چلولو جوګه شي. د ارشاد، حج او اقافو وزرات د هداياتو په تړاو يې وويل، چې تاسو دنده سپارل شوې، چې بايد له لمنځونو وروسته تفسير، حديث، اسلامي عقيده او د لمانځه په سمه توګه زده کړه خپلو مقتديانو ته وروښيئ. د جمعې د لمانځه پر مهال هغه خطبې بايد وواياست، چې د نوموړي وزارت له لوري تاسو ته زموږ په توسط در لېږل کېږي. نوموړې مشورتي غونډه په دعاء پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.