نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د پنج شنبې په ورځ د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د علم ګل بازار په سیمه کې د( AAH) موسسې له لورې دهلمند ولایت د کډوالو اوبیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د ۱۰۲ اړمنو او بېځايه سوو کورنیو سره د ۱۴۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه یاده مرسته په داسي حال کې ترسره سوه […]
نن د پنج شنبې په ورځ د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د علم ګل بازار په سیمه کې د( AAH) موسسې له لورې دهلمند ولایت د کډوالو اوبیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د ۱۰۲ اړمنو او بېځايه سوو کورنیو سره د ۱۴۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه
یاده مرسته په داسي حال کې ترسره سوه چې د موسساتو مسولینو، استخباراتو مسولینو، د نوزاد ولسوالۍ نماینده ګډون درلود.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست مسولینو د یادي مرستي د ویش پر مهال رسنیو ته وویل چې ياده مرسته چې له ۱۰۲ کورنيو سره ترسره کېږي هرې کورنۍ ته به ۱۴۰۰۰ افغانيو پورې نغدې پیسې ورکړل شي.
د مسولینو په خبره چې یادې کورنۍ د هلمند دکډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د یوشمېر مرستندویه ادارو سره په همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د دوی په خبره چې دا هغه کورنۍ دي چې اقتصادي حالت یې ډېر خراب وو.
په ورته مهال هغه کورنۍ چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي وايي چې د ژمي په ساړه موسم کې د سختو کړاونو او مشکلاتو سره مخ دي او باید ورته زیاته پاملرنه وشي.
د دوی په خبره چې په نوزاد ولسوالۍ کې تېرو جګړو او وچکالۍ د دوی ژوند زيات تريخ کړی او د کورنۍ نورو غړو ته خواړه نه سي پوره کولی ؛ دوی له مرستندویه ادارو څخه د لا زیاتو مرستو هیله وکړه.
د یادوني وړ ده چې تر نوزاد وړاندي په لښکرګاه او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د بېځایه سویو کورنیو سره مرستي شوي دي.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۳ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.