د بېړنیو حالاتو د کمېټې غونډه جوړه شوه.

فراه: د بېړنیو حالاتو د کمېټې غونډه د فراه ولایت مقام د والی په مشرۍ د فراه ولایت مقام په تالار کې د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رئیسانو او یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوه. په هغه غونډه کې چې د فراه ولایت مقام د والي روحاني صاحب په مشرۍ […]

فراه:
د بېړنیو حالاتو د کمېټې غونډه د فراه ولایت مقام د والی په مشرۍ د فراه ولایت مقام په تالار کې د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رئیسانو او یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
په هغه غونډه کې چې د فراه ولایت مقام د والي روحاني صاحب په مشرۍ جوړه شوي وه، پکې امنيه قومندان ملانعمت الله معصوم، مولوي خادم د همدې ولايت ښاروال مهاجرینو ریس مولوي تندرعثماني حوادثو ریس انکشاپ دهات او یو شمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د فراه والي روحاني په دې غونډه کې حاضرو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې چې د باران د اورښت او شته ګواښونو په صورت کې دې هر یو لازم چمتووالى ولري.
په دې غونډه کې د فراه ولایت مقام والي مسوولینو ته یادونه وکړه چې د سېلابونو د ګواښ پر مهال دې د دغه ولایت د اوسېدونکو انفرادي غوښتنې په پام کې ونیسي، څو دوی له مالي او ځاني زیانونو وژغورل شي.
د غوندې په وروستيو کې ټولو اړوندو مسوولينو د چمتووالي او همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل، چي زموږسره چي کم کمپلان او خیمي یا نور اجناس موجود دي ټول به ډیر ژر سیلاب ځپلو ته توضیع کړو او په دغه ولايت کې د سيلابونو د مهار لپاره ښاروالي تخنيکي ټيم هر وخت چمتو دى
باید وویل شي، چې د فراه په مرکز او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي،او خلکو ته یي مالي زیانونه اوړولي چي لاهم سیلابونه دوام لري داسیلابونه ده مرکز په شمول فراه رود بکوا بالابلوک ولسوالیو کي زیات سوي یاده دي وي چي تیره شپه او نن ورځ ده همدي ولایت ټول مسؤلین لاس پکار دي او دخپل ولس خدمت ته یي چمتوالی ښودلی