نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د پنج شنبې په ورځ د صفونو د تصفیې کمېسیون د مسؤل او ملي دفاع وزارت د سر مفتش محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د سر مفتشیت لومړی مرستیال مولوي حمدالله منصوري صاجب، د داخلي چارو معاون مولوي روح الله مختار، د […]
نن د پنج شنبې په ورځ د صفونو د تصفیې کمېسیون د مسؤل او ملي دفاع وزارت د سر مفتش محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د سر مفتشیت لومړی مرستیال مولوي حمدالله منصوري صاجب، د داخلي چارو معاون مولوي روح الله مختار، د ساحوي چارو معاون مولوي فضل الله، د سمع شکایاتو معاون مولوي صبغت الله لطیفي، دسرمفتش د دفتر آمر محترم اقاګل مشتاق او د ګڼ شمېر نورو شعبو مسئولینو، مدیرانو او مامورینو حضور درلود.
د غونډي په پيل کي ټولو مسئولینو خپل فعالیتونه او راتلونکي پلانونه د سر پلټنې له محترم رئیس سره شریک کړل، چي وروسته د لا ښه مسؤلیت ادا کولو، ښېحکومتولۍ رامنځتهکولو، د ریاست د ټولو مامورینو د ستونزو حل، ټولنیزو مسائیلو او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وشوې. د یادولو وړده: مفتي حکیمي صاحب چې د صفونو د تصفیې کمېسیون او د ملکي او نظامي میدانونو د تنظیم کمېسیون مشر هم دی، د سر مفتشیت د پر مختګونو او خدمتونو تر څنګ د واړه کمېسیونونو پر خدمت او اهمیت هم مفصله وینا وکړه
غونډه چې له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې او په یوه جامع دعاء غوښتلو سره پای ته ورسېده. ۱۴۴۳/۵/۲۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.