نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه مرسته نن چهار شنبه په لښکرګاه ښار کې د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ د HRDA په تطبیق او د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د لسګونو کسانو سره د ۲۶۵ نغدي ډالرو مرسته وشوه. مرسته په داسي حال کې ترسره سوه […]
دغه مرسته نن چهار شنبه په لښکرګاه ښار کې د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ د HRDA په تطبیق او د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د لسګونو کسانو سره د ۲۶۵ نغدي ډالرو مرسته وشوه.
مرسته په داسي حال کې ترسره سوه چې د مهاجرینو رئیس، موسساتو، استخباراتو مسولین، او ژورنالیستانو ګډون درلود.
د مرستي د ویش په پیل کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس محترم الله داد انقیادي صاحب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د مرکز په ګډون د هلمند ټولو ولسوالیو بیوزله او اړمن خلګ د یوې شفافي سروې له مخي لیکل سوي دي چې د دریو ورځو په لړ کې به ۱۴۵۲ کسانو ته یاده نغدي مرسته ورکړل سي ترڅو دا کورنۍ د اقتصادي پیاوړتيا په موخه پرې خپل ورځنۍ چاري مخته یوسي.
ښاغلي انقیادي زیاته کړه د دې سروې له مخې به د ۱۴۵۲ کورنیو سره یاده مرسته کېږي چې هرې کورنۍ ته به د ۲۶۵ ډالرو نغدي چکونه د ګومارل سوې کمېټې له لوري په شفاف ډول د استخباراتو د مسولینو مخته ورکړل سي.
له رسنیو سره د داخلي بې ځایه سوو په استازیتوب قدرت الله خبري وکړې له مرستندویه ادارو څخه یې مننه وکړه خو زیاته یې کړه چې دغه مرستې ور ته بسنه نه کوي او بايد ډېر پام ور ته وسي.
هیره دي نه وي چې د هلمند ولایتي چارواکي او موسسات وایي هڅې يې پیل کړي چې را بې ځایه سوو پاتې کورنیو سروې به هم ژر تر ژره د مرستې د ورکړې په موخه ترسره سي.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۵ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.