نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ دوشنبه د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې اداري مجلس ترسره شو یاد مجلس چې د هلمند ولایت د والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړ سوی وو د ټولو ریاستونو او ادارو لکه مرافعه محکمه، استخباراتو ریاست،امنیه قوماندانۍ،امربالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ، او ګڼ نورو ریاستونو مسئولینو پکې […]
تېره ورځ دوشنبه د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې اداري مجلس ترسره شو
یاد مجلس چې د هلمند ولایت د والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړ سوی وو د ټولو ریاستونو او ادارو لکه مرافعه محکمه، استخباراتو ریاست،امنیه قوماندانۍ،امربالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ، او ګڼ نورو ریاستونو مسئولینو پکې ګډون کړی وو.
مجلس د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل سو.
ورپسي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب خپل مهمه او ارزښتناکه وینا پیل کړه.
نوموړي وویل چې مسئولیت یو امانت دی نو هیڅکله به و مسئولیت ته د موقف او منصب په سترګه نه ګورو بلکي دخدمت په نیت به وخپل دندي ته دوام ورکوو.
محترم مولوي صاحب وویل چې هریو باید خپل دنده په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره سرته ورسوي.د شخصي اغراضو او روابطو څخه باید جدي اجتناب وکړو.
ښاغلي والي صاحب د موسیساتو د مسئولینو څخه وغوښتل چې په خپلو کارونو کې و پوره شفافیت ته متوجه سي او د اړمنو خلګو تشخیص او د مستحقو او غیرمستحقو سیمو تفکیک په نظر کې ونیسي.او خپل ټول کارونه د ولایت مقام ترنظارت لاندي ترسره کړي.
هغه په ځانګړي ډول دمرافعه محکمې،امربالمعروف نهي عن المنکر ، استخباراتو،عامي روغتیا ریاست.او د یتیمانو د ادارې مسئولینو ته په خطاب کې وویل چې خپل په کارونو کې پراختیا،نظم،او جدیت ته متوجه سي.خپل فعالیت و ټولو سیمو ته وغځوي او د اصلاحاتو راوستلو ته په پوره تعهد او ژمنتیا سره کاروکړي.
خپل د چارو د چټکتیا او بهبود لپاره نه ستړي کېدونکي هڅي وکړي او د ضرورت په وخت کې زموږ سره په رابطه کې سي.
والي صاحب د ټولو ادارو ومسئولینو ته د خپل لوري د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د هلمند د ګڼ شمېر ریاستونو او ادارو رییسانو او مسئولینو د خپلو ادارو په نمایندګۍ خپل ستونزي او وړاندیزونه مطرح کړه.او د حل پر لارو چارو یې مفصل بحث او خبري وسوې.
د ستونزو د حل لپاره بېلابېل پلانونه ترتیب سوه چې ډېر ژر به یې د پلي کولو لپاره اړین اقدامات ترسره سي.
غونډه مازدیګر ناوخته د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.