د دامان د ولسوال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه  ترسره شوه 

  د دوشنبې په ورځ د دامان ولسوال مولوي خلیل په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د دامان امنیه قومندان، د اسخباراتو مسئول، د امربالمعروف و نهي عن‌المنکر مسئول او د ګڼ شمېر نورو ادارو مسئولینو حضور درلود. د غونډي په پيل کي د ټولو ادارو مسئولینو د خپلو ادارو […]

 

د دوشنبې په ورځ د دامان ولسوال مولوي خلیل په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د دامان امنیه قومندان، د اسخباراتو مسئول، د امربالمعروف و نهي عن‌المنکر مسئول او د ګڼ شمېر نورو ادارو مسئولینو حضور درلود.

د غونډي په پيل کي د ټولو ادارو مسئولینو د خپلو ادارو فعالیتونه او راتلونکي پلانونه د دامان له ولسوال سره شریک کړل، چي وروسته د لا ښه امنیت خوندي کولو، ښې‌حکومتولۍ رامنځته‌کولو، د ولسوالۍ د ټولو خلګو ستونزو ته د ژر رسېدني، ټولنیزو مسائیلو او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وسوې، چي ورباندي د دامان د ولسوال په مشرۍ لازمي پرېکړي هم ونیول سوې.

همدا راز غونډه کي د ښه امنیت خوندي کېدو او جنايي پېښو مخنیوي برخه کي د قومي او ولسي مشرانو او علماوو پر مهم رول خبري وسوې او وروستیو کي پرېکړه وسوه، ترڅو د لا ښه امنیت خوندي کېدو او جنايي پېښو د مخنیوي برخه کي امنیتي مسئولین او م جاهدین په خپل څار او ګزمو کي زیاتوالی راولي.

دوشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۳