نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت، والي حاجي روحاني صاحب په داسې حال کې د فراه ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمیساري سړک له رغنېزو چارو څخه څارنه او لیدنه وکړه، چې د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر “خادم” یې هم ملتیا کوله. د فراه ولایت والي، د سړک د رغنېزو […]
نن د فراه ولایت، والي حاجي روحاني صاحب په داسې حال کې د فراه ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمیساري سړک له رغنېزو چارو څخه څارنه او لیدنه وکړه، چې د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر “خادم” یې هم ملتیا کوله.
د فراه ولایت والي، د سړک د رغنېزو چارو له چټکۍ څخه خوښې څرګنده کړه او ویې ویل، چې زموږ هر مسؤل تن اوس پر دي توانیدلی، چې د دې پروژې په څېر د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې په پوره رښتینولۍ او ایماندارۍ سره ونډه واخلي.
د فراه والي د دې سړک په غوره کیفیت باندې ټینګار او لازمې لارښوونې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد سړک د ۴۳۰ متره اوږدوالي په درلودلو، د یوولس میلیونه او اوه لکه افغانيو په لګښت سره په عصری او اساسي توګه جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ښاروالې له بودجې څخه تمويلېږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.