کندهار کي د دوو کانالونو جوړېدو او احمدشاهي کانال د پاک‌کارۍ پروژې پيل شوي 

  د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار په ۱۲مه ناحیه کي د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د خوړو نړیوال سازمان «WPF» موسسې سیمه‌ییزو مسئولینو، کندهار کي د مهاجرینو «KRO» موسسې استازیو، د سیمي ګڼ‌شمېر قومي مشرانو، سپين‌ږیرو او ځوانانو له لوري د دوو کانالونو […]

 

د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار په ۱۲مه ناحیه کي د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د خوړو نړیوال سازمان «WPF» موسسې سیمه‌ییزو مسئولینو، کندهار کي د مهاجرینو «KRO» موسسې استازیو، د سیمي ګڼ‌شمېر قومي مشرانو، سپين‌ږیرو او ځوانانو له لوري د دوو کانالونو د جوړېدو او احمدشاهي کانال د پاک‌کارۍ درې پروژې رسماً راپيل شوې.

د پروژو د پيل مراسمو پرمهال د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن د یادو دریو پروژو په اړه وویل، لومړۍ پروژه د کندهار ۱۲مي ناحیې په عمومي جاده کښي د ۱۳۰۰ متره په اوږدوالي سره د یوه کانال جوړېدل دي، دوهمه پروژه د ۱۲مي ناحیې په لومړي ګذر کي د ۹۵۰ متره په اوږدوالي سره د بل کانال جوړېدل دي او درېیمه پروژه بیا د احمدشاهي کانال د پاک‌کارۍ ده، چي درې واړه پروژې په شپږو میاشتو کي جوړیږي او پکښي ۹۶۰ غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

کندهار ښاروال په خپلو خبرو کي وویل دا پروژې د کندهار ښاروالۍ د ځانګړي پلان له مخي تطبیق کیږي، چي مالي تمویل یې د خوړو نړیواله اداره «WFP» کوي او د ښه تطبیق په موخه یې بیا کندهار کي د مهاجرینو «KRO» موسسه د کندهار ښاروالي سره همکاره ده.

وروسته د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله لومړی ددې پروژو پر پيل او پکښي ۹۶۰ غیرمسلکي کسانو ته د کار زمیني برابرولو په موخه خوښي وښودله او په خپلو خبرو کي یې د خوړو نړیوالي ادارې «WFP» او کندهار کي د مهاجرینو «KRO» موسسې له مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په دې حیاتي پروژو کي یې د کندهار ښاروالۍ سره د مالي تمویل او تطبیق په برخه کي همکاري کړې او په خپلو خبرو کي یې د یادو ادارو له راغلیو مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو راتلونکي کي دې ته ورته نورو پروژو کي هم له کندهار ښاروالۍ سره همکارۍ وکړي.

د سیمي اوسېدونکو هم په خپلو خبرو کي ددې پروژو له پیلېدو زیاته خوښي وښودله او په خپلو خبرو کي یې وویل، کلونه ـ کلونه کیږي، چي د دوی کورونه د کانال او چریو د نه شتون له امله د سیلابونو له خطر سره مخ وه، چي ددې کانالونو په جوړېدو سره به نور له یادو ستونزو سره نه وي مخ.

یکشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۲