د فراه ولایت له بند خونې څخه په نشه یې توکو روږدي لږ تر لږه ۹۰ بندیان ازاد شول 

  پرون ناوخته د فراه ولایت له بند خونې، څخه نږدې نوي (۹۰) تنه، وروسته له څلورو میاشتو بند څخه ازاد شول. یاد بندیان په نشه یې توکو روږدي، هغه کسان وه، چې له بدلون سره سم د افغانستان اسلامي امارت د فراه ولایتي مسولینو له لوري نیول شوي وه، چې وروسته تر څلورو میاشتو […]

 

پرون ناوخته د فراه ولایت له بند خونې، څخه نږدې نوي (۹۰) تنه، وروسته له څلورو میاشتو بند څخه ازاد شول.

یاد بندیان په نشه یې توکو روږدي، هغه کسان وه، چې له بدلون سره سم د افغانستان اسلامي امارت د فراه ولایتي مسولینو له لوري نیول شوي وه، چې وروسته تر څلورو میاشتو بند څخه له پاک او خپلو کورونو ته ستانه شوه.

د بند خونې یو تن مسؤل ښاغلی جهادي صاحب وایې، چې له دې بندیانو سره مو ډیر زیار او کوښښ وکړ، ترڅو له دي ناوړو کړنو او نشه یې توکو څخه خلاص شي، د ده په باور دوی اوس ښه شوي دي او د پوره ضمانت پر مټ له بند خونې څخه ازاد او خوشي شوه.